ads

د بلخ ولايت د ښځو سوداګريز فعاليتونه

د هېواد په هر ولايت كې ښځې د ژوندانه د اړتيا د پوره كولو او يا هم د نورو ښځو لپاره د يو مثبت او سالم مصروفيت د برابرولو لپاره په اقتصادي چارو بوختې دي. د هېواد په هر ولايت كې ښځې د ژوندانه د اړتيا د پوره كولو او يا هم د نورو ښځو […]

نویسنده: TKG
26 تله 1393
د بلخ ولايت د ښځو سوداګريز فعاليتونه

د هېواد په هر ولايت كې ښځې د ژوندانه د اړتيا د پوره كولو او يا هم د نورو ښځو لپاره د يو مثبت او سالم مصروفيت د برابرولو لپاره په اقتصادي چارو بوختې دي.

د هېواد په هر ولايت كې ښځې د ژوندانه د اړتيا د پوره كولو او يا هم د نورو ښځو لپاره د يو مثبت او سالم مصروفيت د برابرولو لپاره په اقتصادي چارو بوختې دي.

په بلخ ولايت كې هم ښځې د اقتصادي چارو د پرمخ وړلو او پر ځان بساينې لپاره د ښو زمينو له برابرېدو څخه خوښې دي.

دوى وايي؛ په مزار شريف ښار كې د امنيت شتون او د رابعې بلخي په ماركېټ كې د ښځو لپاره د ځانګړي بازار جوړېدل دا زمينه برابره كړې ده، ترڅو د دې ولايت لسګونه تنه ښځې په شخصي كاروبار او سوداګرۍ بوختې شي.

د رابعې بلخي ماركېټ د ښځو لپاره د لاسي صنايعو او د ښځو د اړتياوو د پلورلو ځانګړى بازار دى او پكې ډېرى هغه ښځې چې د كور نارينه يې له لاسه وركړى او پخپله د كور سرپرستي كوي او يا هم هغه ښځې چې كمزورى اقتصاد لري د بېلابېلو شيانو پلورونكې دي.

د دې ماركېټ يوه برخه د وچې مېوې د خرڅلاو لپاره ځانګړې شوې ده او پلورونكې يې يوه ښځه ده.

مومنه په دې ماركېټ كې د وچو مېوو د پاكولو په برخه كې كار كوي او وايي؛ كومې وچې مېوې چې د پاكولو وړ وي لكه مميز وروسته له پاكولو يې تلي او په پلاستيكي كڅوړو كې يې اچوي.

مومنه زياتوي: (( كه چېرې وچه مېوه پاكه وي او سمه بسته بندي شي، نو پېرودونكي به يې هم زيات وي.))

قندي هم په دې ماركېټ كې د وچو مېوو د پروسس د يوه كوچني شركت مشره ده.

نوموړې وايي چې بادام، پسته، چهار مغز او مميز له نږدې ولايتونو جوزجان او سمنګان او د قيصار له سيمې څخه دوى ته ور وړل كېږي چې له پاكولو او بسته بندۍ څخه وروسته يې پلوري.

محجوبه د دې ماركېټ بله سوداګره او پلورونكې ده چې په وينا يې له ډېر زيار او د ستونزو له ګاللو وروسته له اقتصادي پلوه ځان بساينې ته رسېدلې ده.

نوموړې وايي: (( ډېر زيار مې ګاللى، خو اوس خوشاله يم چې دا توان لرم ترڅو خپلې كورنۍ سره له اقتصادي پلوه مرستندويه او په خپل ولايت كې يوه سوداګره ښځه واوسم.))

د يادونې وړ ده چې په بلخ ولايت كې د رابعې بلخي ماركېټ د ښځو لپاره يواځينى ځاى دى چې پلورونكي يې ښځې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA