ads

بې برخې ماشومان

ماشومان چې د هرې ټولنې د راتلونکې جوړوونکي دي، د دوی سمه او سالمه ښوونه او روزنه د کورنیو او اړوندو چارواکو له دندو څخه شمېرل کېږي. ماشوم د زېږېدو له مهاله بیا د ماشومتوب د دورې تر تېرولو پورې په ټولنه کې ځينې ځانګړي بڼستیز حقونه لري. د ماشوم حقونو ته بايد د کورنيو […]

نویسنده: TKG
26 تله 1393
بې برخې ماشومان

ماشومان چې د هرې ټولنې د راتلونکې جوړوونکي دي، د دوی سمه او سالمه ښوونه او روزنه د کورنیو او اړوندو چارواکو له دندو څخه شمېرل کېږي. ماشوم د زېږېدو له مهاله بیا د ماشومتوب د دورې تر تېرولو پورې په ټولنه کې ځينې ځانګړي بڼستیز حقونه لري. د ماشوم حقونو ته بايد د کورنيو او اړوند

ماشومان چې د هرې ټولنې د راتلونکې جوړوونکي دي، د دوی سمه او سالمه ښوونه او روزنه د کورنیو او اړوندو چارواکو له دندو څخه شمېرل کېږي.

ماشوم د زېږېدو له مهاله بیا د ماشومتوب د دورې تر تېرولو پورې په ټولنه کې ځينې ځانګړي بڼستیز حقونه لري. د ماشوم حقونو ته بايد د کورنيو او اړوند دولتونو له خوا په ټولنه کې ځانګړې پاملرنه وشي. په دغو حقونو کې د ماشومانو ځاني، روحي او د ښوونې اوروزنې حقونه شامل دي چې د مسوولو کسانو له خوا يې بايد د ښه والي او ودې لپاره شرایط برابر کړل شي. ماشومان زموږ د ټولنې یوه خورا حساسه او زیانمنېدونکې برخه ده.

زموږ په جګړه ځپلي هېواد کې له څه باندې دریو لسیزو راپدېخوا، سربېره پر نارینه وو ښځې او ماشومان هم خوندي نه دي پاتې شوي او په روانو ناامنیو کې تر نورو زیات اغېزمن او له ستونزو او محرومیتونو سره مخ شوي او حتی خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دى. پر ملکي سیمو د بهرنیو ځواکونو لخوا عملیات، ښوونځي ته د تګ او یا هم په ناحقه د جاسوسۍ په تور د مخالفینو له خوا د دوی تورنېدل او بیا یې وژنه، د نشه يي توكو په قاچاق او حتی ځانمرګو بريدونو كې له دوی څخه کار اخيستل او داسې نور ټول هغه څه دي چې د ماشومانو حقونه یې تر پښو لاندې کړي،  ژوند یې له خطر سره مخامخ او دوی یې له تاوتریخوالي سره مخ کړي دي.

كه څه هم په تېرو كلونو كې بېلابېلو ټولنو د ماشومانو د حقونو نارې سورې پيل كړې، خو هېچا هم افغان ماشومانو ته د زړه له كومې هڅه او كار نه دى كړى. لا هم په هېواد كې جګړې روانې دي او هره ورځ په بمباريو، ځانمرګو بريدونو او د چاودنو په ترڅ كې زموږ ماشومان وژل كېږي.

په افغانستان كې د ماشومانو پر بد او ناوړه وضعيت د بشري حقونو خپلواك كمېسيون هم خپله اندېښنه څرګنده كړې او له دولت او نړيوالې ټولنې څخه يې په څو څو ځلې غوښتي چې په افغانستان كې دې د هغو ماشومانو د وضعيت ښه والي ته پاملرنه وكړي كوم چې پر سړكونو او واټونو كار كوي. ځكه د همدغو ماشومانو له نيرو څخه ناوړه ګټه پورته كېږي او په وړاندې يې له ډول، ډول تاوتريخوالي څخه كار اخيستل كېږي او د دوى د مجبوريتونو او اړتياوو له كبله بېلابېلې مافيايي ډلې دوى داسې كارونو او كړنو ته اړ باسي چې هېڅ انساني وجدان او احساس يې د زغم توان نه لري .

زموږ په ټولنه كې د ماشومانو په وړاندې تر ټولو بده او ځوروونكې پديده، جنسي تاوتريخوالى دى چې يو زيات شمېر پېښې يې ثبت شوې دي چې عاملين يې نه يوازې د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي او كه سپارل شوي هم وي، د هېواد د قضايي ارګانونو له لوري يا خوشې كېږي او يا داسې لنډ مهالې سزاوې ګالي چې هغوى ته د عبرت سبب نه ګرځي.

په ټولیز ډول زموږ په ټولنه کې د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی شتون لري او په ډېری مواردو کې یې حقونه تر پښو لاندې دي، خو د دې تاوتریخوالو ښکار بیا زموږ د ټولنې نجونې دي.

په هېواد کې ۵۰ فيصده نجونې له ۱۵ کلنۍ څخه په کم عمر کې ودېږي چې دا یو ناقانونه عمل دی. دغه ټکی په هغه سروې کې څرګند شوی چې په هېواد کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتي په اړه د یوناما د بشري حقونو د څانګې لخوا ترسره شوې ده.

د نجونو او ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زموږ په دودیزه ټولنه کې کومه نوې پدیده نه ده، بلکې له کلونو، کلونو راپدېخوا زموږ په نارینه سالاره ټولنه کې د نجونو او ښځو په وړاندې په بېلابېلو بڼو تاوتریخوالی وجود لري. په ډېری لرې پرتو سیمو کې چې کله په یوه کورنۍ کې نجلۍ زیږي، د زېږون په هماغه لومړیو شېبو کې د پلار او یا د مور د خپلوانو زوی ته په نامه کېږي او یا هم همدا چې د اوو کلونو شي، نو بیا یې یو چا ته په نامه او یا هم ودوي.

ماشومانو زموږ په ټولنه کې خپل ارزښت، درناوی او حقوق چې دوی ورته سخته اړتیا لري، لا تر اوسه نه دي تر لاسه کړي. له دوی څخه په شاقه او له توانه وتلو کارونو کې ګټه اخيستنه، د نشه يي توكو په قاچاق، د جګړې په لیکو کې او بالاخره په دې وروستیو کې په ځانمرګو بريدونو کې د مخالفینو لخوا له دوی څخه کار اخيستل بیا تر ټولو لویه فاجعه او ګناه ګڼلی شو چې نه بشري قوانین او نه هم اسلامي قوانین ورته اجازه ورکوي، ځکه هغوی نه پوهېږي او د بلوغ سن ته نه دي رسېدلي چې ښه او بد وپېژني.

افغانستان د نړۍ  تر ټولو خوار هېواد دی، دلته ډېر ماشومان مجبور دي چې د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ او پيسې وګتي. د دولت ظرفیتونو ته په کتو سره د دولت لپاره ډېره ګرانه ده چې د ماشومانو د حقونو ساتنه وکړي، دوی ته د تحصیل او ژوندانه د نورو آسانتیاوو شرایط برابر کړي، ترڅو راتلونکې مو روښانه او له نېکمرغیو ډکه وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA