د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما له ايبولا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره پرون ران کلاين Ron Klain د خپل استازي په توګه وټاکه. نوموړي به د ايبولا ناروغۍ پرضد د حکومت د هڅو مشري کوي.
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما له ايبولا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره پرون ران کلاين Ron Klain د خپل استازي په توګه وټاکه.
نوموړي به د ايبولا ناروغۍ پرضد د حکومت د هڅو مشري کوي.
دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د جمهوررئيس اوباما پر حکومت فشارونه زيات شول څو په متحده ايالتونو کې د وګړو د روغتيايي امنيت او په لوېديځه افريقا کې د ايبولا ناروغۍ د له مينځه وړلو په هدف د اقداماتو لپاره يو مسوول شخص وګوماري.
تر اوسه د دې ناروغۍ له کبله له ۴۵۰۰ زيات کسان، چې ډېري يې په لوېديځه افريقا كې دي، مړه شوي دي.
په امريکا کې دوه نرسانې وروسته له هغه په ايبولا اخته شوې، چې په دې ناروغۍ د يوه اخته لايبريايي سړي درملنه يې وكړه، دا سړي د همدې ناروغۍ له کبله مړ شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


