د مصر په شمال کې بمي چاودنې ۴ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې. ازادۍ راډيو د مصر دولتي ټلوېزيون د راپور پر بنسټ ليكلي، چې دغه چاودنه تېره ورځ د سینا ولایت په مرکز العارش کې شوې ده.
د مصر په شمال کې بمي چاودنې ۴ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ازادۍ راډيو د مصر دولتي ټلوېزيون د راپور پر بنسټ ليكلي، چې دغه چاودنه تېره ورځ د سینا ولایت په مرکز العارش کې شوې ده.
تردې څو ورځې مخکې په پلازمېنې قاهرې کې د سترې محکمې له ودانۍ سره په بمي چاودنه کې ۱۲ کسان ژوبل شوي وو.
وروسته له هغې چې پوځ تیرکال د پوځي کودتا له لارې محمد مرسي له واک څخه لرې کړي او نوموړي ګڼ پلویان له پولیسو سره په شخړوکې ووژل شول په مصر کې دا ډول چاودنې او بریدونه عام شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


