ads

خوست کې د دوو ادارو د ودانيو جوړېدو چارې بشپړې او د یوې پيل پیل شوې

د خوست په اداري کمپلېکس کې نن د دوو ادارو د ودانیو جوړېد چارې بشپړې او د یوې بلې ودانۍ چارې پیل شوې. د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د پټۍ پرېکولو او بنسټ ډبرې كېښودو پرمهال خبریالانو ته وویل، جوړې شوې ودانۍ له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې د خوست په اداري کمپلېکس کې […]

نویسنده: TKG
22 تله 1393
خوست کې د دوو ادارو د ودانيو جوړېدو چارې بشپړې او د یوې پيل پیل شوې

د خوست په اداري کمپلېکس کې نن د دوو ادارو د ودانیو جوړېد چارې بشپړې او د یوې بلې ودانۍ چارې پیل شوې. د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د پټۍ پرېکولو او بنسټ ډبرې كېښودو پرمهال خبریالانو ته وویل، جوړې شوې ودانۍ له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې

د خوست په اداري کمپلېکس کې نن د دوو ادارو د ودانیو جوړېد چارې بشپړې او د یوې بلې ودانۍ چارې پیل شوې.

د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي د پټۍ پرېکولو او بنسټ ډبرې كېښودو پرمهال خبریالانو ته وویل، جوړې شوې ودانۍ له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ایسا) او سوداګرۍ صنایعو امریت لپاره وې.

نعیمي زیاته کړه، دغه راز د یوې بلې ودانۍ چارې د ملي پیوستون ادارې لپاره پیل شوې.

د مسؤلینو په خبره د دې ټولو ودانیو لګښت څه باندې ۷۱ ميلیونه افغانۍ کیږي چې د اړوندو ادارو د پراختیايي بودیجو څخه ورکول شوې دي.

له دې سره د ځايي مسؤلینو په وینا د دولتي ادارو لپاره د ودانیو اړتیا نوره هم کمه شوه.

بلخوا د خوست د ولایتي شورا ريیس سیدکریم خان خکسار په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ادارو له مامورینو غوښتنه وکړه تر څو په خپلو دندو کې صادق واوسي.

د نوموړي په وینا، ډېر کله د مراجعینو کارونه د دوی ناغېړیو له امله ځنډیږي.

باید یاده کړو، کلونه وړاندې د خوست دولتي ادارو ته د اداري کمپلېکس په نامه ساحه بېله او د ټولو ادارو لپاره ځانګړې ودانۍ جوړې او یا هم ځایونه ورته مشخص شول، چې دا مهال زیاتره ادارې هملته ځای پر ځای شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA