په هند کې د هد هد طوفان له كبله لږ ترلږه شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى. دغه طوفان د يكشنبې په ورځ پيل شوى، چې سرعت يې په ساعت كې ۲۰۰ كيلومتره ښودل شوى دى.
په هند کې د هد هد طوفان له كبله لږ ترلږه شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى.
دغه طوفان د يكشنبې په ورځ پيل شوى، چې سرعت يې په ساعت كې ۲۰۰ كيلومتره ښودل شوى دى.
هندي چارواکو ویلي هد هد طوفان له امله شپږ کسان مړه شوي او په دوو ایالتونو اوریسا او آندرا پردېش کې د برېښنا جریان قطع شوى، د ترافیکو پرمخ یې لارې بندې کړي او د اورګاډو تګ راتګ هم په ټپه ولاړ دى.
هدهد طوفان سلګونه ونې له بېخه ویستي او د سخت شدت له امله یې په ډېرو سیمو کې د خلکو ورځنۍ چارۍ د ځنډ او خنډ سره مخ شوې دي.
د سختو ملاماتونکو مالی زیانو سره ۳۰۰ زره خلک له آندرا پردېش او ۵۰ زره له اوریسا ایالت څخه له خپلو میشت ځایونو بې ځایه شوي دي.
د بېړنیو مرستو لپاره سلګونه مركزونه جوړشوي او مرسته رسونکي زیانمنو او بې ځایه شویو ته پرمرستو رسولو بوخت دي.
ریپوټونه وایي طوفان سره مل دوامداره اورښت د مرسته رسونکو چارې ستونزمنې کړې دي.
چارواکو ویلي هدهد د تېر کال د فایلین طوفان ته ورته دى چې له امله یې اوریسا ایالت کې ۱۸ کسان مړه شوي وو او درانه مالي زیانونه یې هم له امله خلکو ته اوښتي وو.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د طوفان له امله د احتمالي زیانونو مخنیوي په هدف د وزیرانو د بېړنۍ ناستې مشري وکړه او خلکو ته یې د هر راز مرستې د برابرولو ډاډ ورکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


