نړيوالې رسنۍ په سوريه كې د اسلامي دولت ډلې خلاف جګړه كې د پنځو افغانانو د وژل كېدو خبر وركوي. اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا په حواله خبر ورکړي، چې د پنځو واړو مړي د ايران په قُم ښار كې خاورو ته سپارل شوي
نړيوالې رسنۍ په سوريه كې د اسلامي دولت ډلې خلاف جګړه كې د پنځو افغانانو د وژل كېدو خبر وركوي.
اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا په حواله خبر ورکړي، چې د پنځو واړو مړي د ايران په قُم ښار كې خاورو ته سپارل شوي شوي.
دا چې دا افغانان له کومه ځايه او د چا له خوا سوريې ته استول شوي وو؛ په دې اړه په خبر کې نور جزيات نه دي ورکړل شوي او دا هم نه ده څرګنده، چې دا پنځه تنه د سوريې په کومه سيمه کې وژل شوي او جسدونه يې د چا له خوا قم ته وړل شوي دي.
تر دې مخکې هم د ايران له خوا د سوريې جګړې ته په زور او يا د پيسو په بدل كې د يو شمېر هغو افغانانو د استولو رپوټونه خپاره شوي وو، چې په ايران کې كډوال دي، خو ايراني چارواكو بيا دا رپوټونه رد كړي وو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او ايراني چارواكو تراوسه د دې پنځو افغانانو د وژل كېدو په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


