ads

خوست كې د يوه پله د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د خوست له مرکز سره تړلې سیمې فارم باغ کې د خوړ پر سر د يوه پله د جوړېدو چارې بشپړې شوې. دغه پل ۱۶۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري، چې د جوړېدو چارې يې په ۱۸ مياشتو كې بشپړې شوې. د خوست له مرکز سره تړلې سیمې فارم باغ کې د خوړ […]

نویسنده: TKG
20 تله 1393
خوست كې د يوه پله د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د خوست له مرکز سره تړلې سیمې فارم باغ کې د خوړ پر سر د يوه پله د جوړېدو چارې بشپړې شوې. دغه پل ۱۶۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري، چې د جوړېدو چارې يې په ۱۸ مياشتو كې بشپړې شوې.

د خوست له مرکز سره تړلې سیمې فارم باغ کې د خوړ پر سر د يوه پله د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

دغه پل ۱۶۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري، چې د جوړېدو چارې يې په ۱۸ مياشتو كې بشپړې شوې.

د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعیمي د پټۍ پرېکولو پرمهال خبریالانو ته وویل دغه پل د ټولګټو چارو وزارت د څارنې په چوکاټ کې د نړیوال بانک په څه باندې ۶۷ ميلیونه افغانۍ جوړ شو.

بلخوا د سیمې قومي مشر حاجي کاکي که څه هم د پله پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه، خو په ورته وخت كې يې په دې برخه كې شته ستونزې هم په ډاګه کړې.

نوموړي وویل، د پله یوې خوا ته د سلګونه متره په اوږدوالي استنادي دیوال ته اړتیا ده.

دغه راز یې د هغې ستونزې یادونه هم وکړه چې ډېرکله دغه لار د بهرنیو ځواکونو د ورڅېرمه اډې له لورې بنده وي.

نعیمي د استنادي دیوال د جوړېدو په برخه کې د ژر تر ژره کار کولو ژمنه وکړه، خو د لارې د بندوالي په اړه یې مشخص څه ونه ویل.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو میاشتو کې په خوست کې د څو مهمو پلونو چارې پیل شوې، چې د ځینو یې کارونه په بشپړ او د ځینو یې اوس پیل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي د ورځنيو ستونزو په راکمولو کې د پلونو جوړول مهم بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA