امريكايي بې پيلوټه الوتكو تېره شپه په شمالي وزيرستان كې د مشكوكو وسله والو پر يوه مركز بريد كړى، چې له كبله يې څلور مشكوك وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
امريكايي بې پيلوټه الوتكو تېره شپه په شمالي وزيرستان كې د مشكوكو وسله والو پر يوه مركز بريد كړى، چې له كبله يې څلور مشكوك وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د شمالي وزيرستان ځايي امنيتي او استخباراتي چارواکي وايي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو دغه بريد د شوال په کارغه نومي سيمه کې ترسره كړى دى.
د رپوټونو له مخې، بې پيلوټه الوتکو په دغه سيمه کې پر يوه کور او موټر پرله پسې دوه توغندي وتوغول، چې په نتيجه کې يې کور په بشپړه توګه له منځه لاړ.
دا په تېرې يوې اونۍ کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو اووم بريد دى، چې په نتيجه کې يې تر ٢٠ زيات مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


