اروپايي ټولنې له افغانستان سره تر ٢٠٢٠ميلادي کاله پورې د يو اعشاريه څلور ميليارده يورو پراختيايي مرستې اعلان وکړ. په دې اړه په اقتصادي چارو کې د جمهوررئيس اشرف غني احمدزي سلاکار ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال او په پراختيايي چارو کې د اروپايي اتحاديې کمېشنر
اروپايي ټولنې له افغانستان سره تر ٢٠٢٠ميلادي کاله پورې د يو اعشاريه څلور ميليارده يورو پراختيايي مرستې اعلان وکړ.
په دې اړه په اقتصادي چارو کې د جمهوررئيس اشرف غني احمدزي سلاکار ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال او په پراختيايي چارو کې د اروپايي اتحاديې کمېشنر انډرېس پې يې بالګز ترمنځ په واشنګټن کې يو تړون لاسليک شو.
زاخېلوال وايي، چې له دې پيسو به د افغانستان د اقتصاد په پياوړي کولو او پرمختګ کې ګټه واخيستل شي.
اروپايي کمېشنر پي يې بالګز ويلي؛ دغه تړون په خپله څرګندوي، چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره اوږدمهالې مرستې ته ژمنه ده.
د هغه په وينا، دغه مرسته به په اغېزناک ډول پر مهمو پروژو او د افغانانو پر اړتياوو ولګول شي.
د اروپايي ټولنې په اعلاميه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې دغه مالي مرسته به پر مهمو سکټورونو لکه د ټولنيز ثبات پر ټينګښت، کليوالي پرمختګ، کرنې، روغتيا او د ډيموکراسۍ پر غښتلتيا ولګېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


