ads

د عمران خان په غونډه كې د ټېل ماټېل له كبله ٧ تنه مړه او۴۵ ټپيان شول

د پاكستان د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند په غونډه کې د ټېل ماټېل او بدنظمۍ له كبله لږ تر لږه ٧ تنه مړه او ٤٥ نور ټپيان شوي دي. د پاكستان د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې د عمران خان په […]

نویسنده: TKG
19 تله 1393
د عمران خان په غونډه كې د ټېل ماټېل له كبله ٧ تنه مړه او۴۵ ټپيان شول

د پاكستان د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند په غونډه کې د ټېل ماټېل او بدنظمۍ له كبله لږ تر لږه ٧ تنه مړه او ٤٥ نور ټپيان شوي دي.

د پاكستان د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند په غونډه کې د ټېل ماټېل او بدنظمۍ له كبله لږ تر لږه ٧ تنه مړه او ٤٥ نور ټپيان شوي دي.
په دې غونډه كې، چې تېره شپه جوړه شوې وه، د پنجاب ايالت له بېلابېلو سيمو څخه زرګونو کسانو ګډون کړى و.
غونډې ته د پاكستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وينا وکړه او يوځل بيا يې پر دې غوښتنې، چې لومړى وزير نواز شريف بايد استعفا وکړي؛ ټينګار وکړ.
مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه، چې خلک له سټډيوم څخه د راوتو په حال کې په ګڼه ګوڼه کې تر پښو لاندې شول.
عمران خان او مذهبي مشر طاهر القادري د هغو اعتراضونو مشري کوي، چې له څو اونيو راهيسې په اسلام آباد کې روان دي او غوښتنه يې د نواز شريف استعفا ده، دوى دواړو پر نواز شريف د ۲۰۱۳ کال په ټاكنو کې د درغلۍ تور لګوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA