د بغداد په بعقوبه ښارګوټي کې د ځانمرګي موټربم چاودنې له كبله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. چارواکي وایي، دغه پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توكو ډك موټر پرمټ په بعقوبه کې د پولیسو پر یوې پوستې بريد وکړ.
د بغداد په بعقوبه ښارګوټي کې د ځانمرګي موټربم چاودنې له كبله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
چارواکي وایي، دغه پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توكو ډك موټر پرمټ په بعقوبه کې د پولیسو پر یوې پوستې بريد وکړ.
ویل کیږي، په وژل شویو کسانو کې اووه تنه پولیس افسران وو. په دې پیښه کې یوولس تنه نور ټپیان شوي دي.


