د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نيوزيلينډ هېواد د شمالي ولسواليو لوبډلې ته د کرکټ په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه. د کرکټ ملي لوبډله د نړيوال جام ته د تياريو په موخه اسټراليا او نيوزيلينډ ته د تمريناتو لپاره تللې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نيوزيلينډ هېواد د شمالي ولسواليو لوبډلې ته د کرکټ په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
د کرکټ ملي لوبډله د نړيوال جام ته د تياريو په موخه اسټراليا او نيوزيلينډ ته د تمريناتو لپاره تللې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک ته وويل چې ملي لوبډله نن يادو هېوادونو ته د خپل سفر په وروستۍ لوبه کې د نيوزيلينډ هېواد د شمالي ولسواليو (ناردرن ډسټرکټ) لوبډلې ته په يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
هغه زياته کړه چې افغانستان لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٦٤ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري اصغر ستانکزي په زړه پورې لوبه وکړه او د شپږو شپږيزو په مټ يې ٦٣ منډې جوړې کړې، دغه راز عثمان غني ٤٤، نجيب الله ځدراڼ ٤١، محمدنبي ٣٧، سميع الله شينواري ٣٢ او نوروز منګل ٢٧ منډې جوړې کړې.
هوتک وويل چې د نيوزيلينډ د شمالي ولسواليو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او لوبډله يې په ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٨ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٦ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په اسټراليا او نيوزيلينډ کې اته لوبې ترسره کړې چې څلور يې ګټلې او څلور يې بايللې دي.
د کرکټ د چارو کارپوه او د لوبې سپورتي او روزنيزې موسسې مشر رحيم ګل څاروان اسټراليا او نيوزيلينډ ته د افغانستان د ملي لوبډلې سفر ګټور وباله او زياته يې کړه چې په دې سره ملي لوبډله د دغو هېوادونو له ميدانونو، لوبغاړو او هوا سره بلد شول.
د هغه په وينا، دا چې نړيوال جام په يادو هېوادونو کې ترسره کېږي، نو دا سفر به د افغانستان د ملي لوبډلې په راتلونکو لوبو کې مثبته اغېزه وکړي.
څاروان د ملي لوبډلې د لوبغاړو ستاينه وکړه او ويې ويل چې په يادو لوبو کې يې له ځانه ښه وړتيا وښوده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


