ads

د خوست په لکڼو کې د يوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې

د خوست په مرکزي سیمې لکڼو کې نن د یوه خوړ پر سر د يوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې. دغه پل د خوست د مرکزي سیمې لکڼو په ایوب خېلو سیمه کې جوړیږي. چارواكي او ځايي اوسېدونکي وايي، د دې پله په جوړېدو د خوست په مرکزي سیمې لکڼو کې نن د یوه […]

نویسنده: TKG
16 تله 1393
د خوست په لکڼو کې د يوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې

د خوست په مرکزي سیمې لکڼو کې نن د یوه خوړ پر سر د يوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې. دغه پل د خوست د مرکزي سیمې لکڼو په ایوب خېلو سیمه کې جوړیږي. چارواكي او ځايي اوسېدونکي وايي، د دې پله په جوړېدو

د خوست په مرکزي سیمې لکڼو کې نن د یوه خوړ پر سر د يوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه پل د خوست د مرکزي سیمې لکڼو په ایوب خېلو سیمه کې جوړیږي.

چارواكي او ځايي اوسېدونکي وايي، د دې پله په جوړېدو سره به د ولسونو ډېرې ستونزې هوارې شي، خو په کیفي لحاظ د جدي پام غوښتنه کوي.

د دې سیمې څو تنو اوسېدونکو له کلید سره خبرو کې وویل، د بېړنیو حالاتو، د خوښیو د مراسمو او عادي ژوند پرمهال به د اوبو د زیاتوالي پروخت له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د همدې سیمې مدني فعال د ولایتي په لومړني لېست کې بریالی اعلان شوی کس عبدالوالي واحدزی وايي، د دوی هر کس به د دې جوړېدونکي پروژې په کارونو کې مرسته کوي او هر ډول ساتنې ته یې چمتو دي.

په ورته مهال کې د خوست چارواکي وايي، دغه پل د نړیوال بانګ په مالي مرسته جوړېږي چې ۸۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري.

د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي خبریالانو ته د پله د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال وویل، پردې پله څه باندې ۴۲ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې په نهو میاشتو کې سرته ورسیږي.

نوموړی له ځايي خلکو هم غواړي تر څو د دې پروژې په ښه تکمیل كې لازمه ونډه واخلي.

خوست د هېواد هغه ولایت دی چې له ښاره لرې پرتې ډېری ولسوالۍ او حتی مرکزي سیمې یې هم له خوړونو تېرې شوي دي او ډېر کله د بارانونو پرمهال دغه اوبه تر ساعتونو او ورځو زیاتې وي، چې بیا یې لارې له ښار سره پرې کیږي او خلك له ډېرو ستونزو سره مخ كېږي.

باید یاده کړو چې په تېرو څو کلونو کې د خوست په څو مهمو پلونو کار ترسره شو، چې یو شمېر بشپړ او د ځینو یې کارونه روان دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA