ads

د افغانستان د كركټ الف لوبډلې د سپينو زرو مډال هېواد ته راوړ

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال تر ګټلو وروسته نن هېواد ته را ستنه شوه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک ته ویلي، چې د الف لوبډله نن ترغرمې وروسته په داسې حال کې هېواد ته راستنه شوه، چې د کابل په نړیوال کرکټ     […]

نویسنده: TKG
14 تله 1393
د افغانستان د كركټ الف لوبډلې د سپينو زرو مډال هېواد ته راوړ

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال تر ګټلو وروسته نن هېواد ته را ستنه شوه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک ته ویلي، چې د الف لوبډله نن ترغرمې وروسته په داسې حال کې هېواد ته راستنه شوه، چې د کابل په نړیوال کرکټ

 

 

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال تر ګټلو وروسته نن هېواد ته را ستنه شوه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک ته ویلي، چې د الف لوبډله نن ترغرمې وروسته په داسې حال کې هېواد ته راستنه شوه، چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې یې دولتي چارواکو، د کرکټ بورډ مشرانو او د کرکټ مینه والو هرکلی وکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شهزاده مسعود چې له الف لوبډلې سره جنوبي کوریا ته تللی و، په هوایي ډګر کې پژواک ته وویل، چې د الف لوبډلې لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې ډېره ښه لوبه وکړه او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه، چې که څه هم په دې سیالیو کې د بنګله دیش پیاوړې لوبډلې هم برخه اخیستې وه، خو هغوی درېیم او افغانستان دویم مقام خپل کړ.

مسعود په دې سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو د لوبې ستاینه وکړه.

د اسیا د اولمپیک سیالیو د کرکټ په لوبو کې افغانستان نیپال او هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره موندلې وه، خو پای لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده.

په دې سیالیو کې سریلانکا د سرو زرو، افغانستان د سپینو زرو او بنګله دیش د برونز مډال ترلاسه کړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA