د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پر یوې ودانۍ د بې پیلوټه الوتکو برید کې پنځه مشکوک وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. د ځايي چارواكو په وينا، په دوی کې د ازبک وسله والو یو قومندان هم شامل دی.
د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پر یوې ودانۍ د بې پیلوټه الوتکو برید کې پنځه مشکوک وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د ځايي چارواكو په وينا، په دوی کې د ازبک وسله والو یو قومندان هم شامل دی.
ځايي رسنيو د امنیتي چارواکو له خولې چې نوم يې نه دى ذكر شوى ليكلي، چې یوې بې پیلوټه امریکايي الوتکې د وزیرستان په شوال سیمه کې د وسله والو د رزونې په مرکز دوه توغندي ویشتي دي.
استخباراتي چارواکو ویلي، په بريد كې پنځه ازبك وسله وال وژل شوي او درې نور چې هويت يې لا څرګند نه دى ټپيان شوي دي.
پاکستاني ځواکونو د امریکا د پرلپسې غوښتنو وروسته په وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات پیل کړي او ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې یې تر زرو زیات وسله وال تر اوسه له منځه وړي دي.


