پاکستاني طالبانو رسنيو ته استول شوي پيغام كې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې سره د یو ځای کېدو اعلان وکړ. ازادۍ راډويو د خپور شوي پيغام پر بنسټ ليكلي، چې پاكستاني طالبانو له خپلو ملاتړو غوښتي چې په منځني ختیځ کې دې د دې جهادي ډلې له هغه
پاکستاني طالبانو رسنيو ته استول شوي پيغام كې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې سره د یو ځای کېدو اعلان وکړ.
ازادۍ راډويو د خپور شوي پيغام پر بنسټ ليكلي، چې پاكستاني طالبانو له خپلو ملاتړو غوښتي چې په منځني ختیځ کې دې د دې جهادي ډلې له هغه کمپاین سره مرسته وکړي چې غواړي اسلامي خلافت رامنځ ته کړي.
د پاکستاني طالبانو لخوا د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې ملاتړ په هغه بیان کې راغلى چې د شنبې په ورځ د دې ډلې ویاند شاهدالله شاهد له خوا ځینو رسنیو ته واستول شو.
پاكستاني طالبانو په خپل پیغام کې د اسلامي دولت وسله والو ته د وسله والو د ور استولو په شمول د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
پاکستاني طالبانو چې د ځایي خلکو او په خلیج او نوره نړۍ د ځینو نورو په مالي مرسته تمویلیږي د افغان طالبانو څخه جلا فعالیت کوي خو تر ډیره له هغوی سره په ایتلاف کې دي.
رویټرز خبري اژانس وايي، چې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې فعالیتونه په دې ورستیو کې د پاکستان په پېښور ښار کې د دې ډلې په ستاینه کې د خپرو شویو اعلامیو په بڼه لیدل شوې دي.
دغه راز د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې هم په لاریونونو کې د دې وسله والې ډلې بیرغونه تر سترګو شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


