د بلوچستان په مركز كوټې كې ځانمرګي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د کوټې پولیس وايي، دغه ځانمرګى بريد له ګڼې ګوڼې څخه په یوه ډک بازار کې شوى، چې په ترڅ كې يې ۵ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
د بلوچستان په مركز كوټې كې ځانمرګي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د کوټې پولیس وايي، دغه ځانمرګى بريد له ګڼې ګوڼې څخه په یوه ډک بازار کې شوى، چې په ترڅ كې يې ۵ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
برید تېره ورځ د کوټې په یوې هزاره میشتې سیمې کې د لمرلوېدو پرمهال په داسې حال کې شوې چې خلکو د اخترلپاره سودا اخسته.
تراوسه هیڅ ډلې د دې برید مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو په ورته بريدونو كې ډېرى مهال لشکرجنګوي افراطي ډله په لاس لرولو تورنه شوې ده.
په همدې ورځ تردې برید مخکې په کوټې کې د میوو په یوه بارموټر کې ایښودل شوی بمب وچاودېد چې د یوه ماشوم په ګډون یې اوه کسان ټپیان کړل.
ویل کیږي چې؛ د دې چاودنې هدف له سیمې څخه تېرېدونکی د پولیسو چارواکی نعیم اڅکزی و، چې نوموړي ته په برید کې زیان نه دی رسېدلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


