د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نيوزيلينډ اکلينډ لوبډلې ته په يوه ورځنۍ لوبه کې لويه ماتې ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريدهوتک پژواک ته ويلي چې دا لوبه ټاکل شوې وه، چې پرون ترسره شي، خو د باران له امله نن ورځې ته ځنډېدلې وه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نيوزيلينډ اکلينډ لوبډلې ته په يوه ورځنۍ لوبه کې لويه ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريدهوتک پژواک ته ويلي چې دا لوبه ټاکل شوې وه، چې پرون ترسره شي، خو د باران له امله نن ورځې ته ځنډېدلې وه.
هغه زياته کړه، چې د اکلينډ لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٤٥ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠١ مندې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٠٢ منډو هدف ورکړ.
دى وايي چې د افغانستان له لورې دولت ځدران درې، يمين احمدزى ٢ ، افتاب عالم او ميرويس اشرف يو يو لوبغاړى وسوځول.
هوتک وويل چې ياد هدف د افغانستان ملي لوبډلې په ډېرې اسانۍ سره په دوه دېرشم اوور کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لورې عثمان غني په زړه پورې لوبه وکړه او ١٠٧ منډې يې جوړې کړې، دغه راز نوروز منګل هم ښه لوبه وکړه او پرته له دې چې وسوځيږي، ٧٧ منډې يې وکړې.
عثمان غني او نوروز منګل په ګډه سره د ١٩٨ منډو شراکت وکړ، چې د افغانستان له لورې بې سارى شراکت و.
عثمان غني د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د يوه ورځني کرکت د نړيوال جام د تياريو په لړ کې اسټراليا او نيوزيلينډ ته په سفر تللې ده.
ملي لوبـډله په اسټراليا کې د تمريناتو ترڅنګ له ځايي لوبډلو سره څلور لوبې وکړې، چې دوه يې وګټلې او دوه يې بايلودې.
دغه راز په نيوزيلينډ کې يې دا دويمه لوبه وه، لومړۍ يې بايللې وه او دويمه يې نن وګټله.
ټاکل شوې ده، چې د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام د ٢٠١٥ زېږديز کال په فرورۍ مياشت کې په يادو هېوادونو کې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

