ads

افغان لوبډلې په نيمه پاى لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسيايي لوبو د کرکټ سياليو په نيمه پاى لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې وركړه. د اسيا اولمپيک سيالۍ د جنوبي کوريا په اونچيون ښار کې روانې دي، له افغانستانه د فوټبال او کرکټ په ګډون په ګڼ شمېر لوبو کې لوبغاړو برخه اخيستې     د افغانستان […]

نویسنده: TKG
10 تله 1393
افغان لوبډلې په نيمه پاى لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسيايي لوبو د کرکټ سياليو په نيمه پاى لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې وركړه. د اسيا اولمپيک سيالۍ د جنوبي کوريا په اونچيون ښار کې روانې دي، له افغانستانه د فوټبال او کرکټ په ګډون په ګڼ شمېر لوبو کې لوبغاړو برخه اخيستې

 

 

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسيايي لوبو د کرکټ سياليو په نيمه پاى لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې وركړه.

د اسيا اولمپيک سيالۍ د جنوبي کوريا په اونچيون ښار کې روانې دي، له افغانستانه د فوټبال او کرکټ په ګډون په ګڼ شمېر لوبو کې لوبغاړو برخه اخيستې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ١٠مه پژواک ته ويلي چې د نيمه پاى لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه چې د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د هانګ کانګ لوبډلې په ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٨٨ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٨٩ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري کريم صادق، نسيم بړېڅ او محمدنبي دوه دوه لوبغاړي او فريد احمد ملک او امير حمزه يو يو لوبغاړي وسوځول.

خو فريد هوتک وويل، د لوبې پر مهال باران وشو، چې د کرکټ د قوانينو له مخې لوبڅارانو افغانستان ته په ١٥ اورونو کې د ٧٢ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان الف لوبډلې ياد هدف په دوولسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

له دې بريا سره افغانستان د دغو سياليو پايلوبې ته لاره پيدا کړه، چېرې به چې د بنګله دېش يا سريلانکا ترمنځ د کېدونکې لوبې له ګټونکې لوبـډلې سره لوبه کوي.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لورې شهزاد محمدي يو ځل بيا په زړه پورې لوبه وکړه او ناسوځېدلې ٤٣ منډې يې جوړې کړې.

په اسيايي اولمپيک سياليو کې د افغانستان د سپينو زرو مډال يقيني شو او که افغانستان په پايلوبه کې بريا ترلاسه کړي، نو د سرو زرو مډال به خپل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA