ads

افغان كركټ الف لوبډلې د کوريا په اسيايي سياليو کې نيپال ته ماتې ورکړه

افغانستان د اسيايي لوبو د کرکټ په سياليو کې نيپال ته په ماتې ورکولو سره نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه. اسيايي لوبې د جنوبي کوريا په انچيون ښار کې روانې دي، چې له افغانستان څخه د کرکټ او فوټبال په ګډون د ګڼ شمېر لوبو لوبغاړو پکې برخه اخيستې افغانستان د اسيايي لوبو […]

نویسنده: TKG
9 تله 1393
افغان كركټ الف لوبډلې د کوريا په اسيايي سياليو کې نيپال ته ماتې ورکړه

افغانستان د اسيايي لوبو د کرکټ په سياليو کې نيپال ته په ماتې ورکولو سره نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه. اسيايي لوبې د جنوبي کوريا په انچيون ښار کې روانې دي، چې له افغانستان څخه د کرکټ او فوټبال په ګډون د ګڼ شمېر لوبو لوبغاړو پکې برخه اخيستې

افغانستان د اسيايي لوبو د کرکټ په سياليو کې نيپال ته په ماتې ورکولو سره نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

اسيايي لوبې د جنوبي کوريا په انچيون ښار کې روانې دي، چې له افغانستان څخه د کرکټ او فوټبال په ګډون د ګڼ شمېر لوبو لوبغاړو پکې برخه اخيستې ده.

د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د افغانستان د كركټ الف لوبډلې نن سهار وخته له نيپال سره لوبه ترسره کړه.

د هغه په وينا، ددې لوبې پچه نيپال وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وكړه.

نوموړي زياته كړه، چې د افغانستان د كركټ الف لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١١٩ منډې جوړې کړې او نيپال ته يې د ١٢٠ منډو هدف ورکړ.

هوتك وويل، د نيپال د كركټ ملي لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او په شلو اورونو کې يې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١١١ منډې جوړې کړې او افغانستان دا لوبه د ٨ منډو په توپير سره وګټله.

افغانستان به سبا ته د دې سياليو په نيمه پاى لوبه کې له هانګ کانګ سره لوبه وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA