د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په قبايلي سيمه خيبر اېجنسۍ کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده. امنيتي چارواکي وايي، وسله والو نن سهار د خيبر اېجنسۍ د جمرود په غونډۍ سيمه کې د پاکستان د نيمه پوځي يا FC ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې
د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په قبايلي سيمه خيبر اېجنسۍ کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.
امنيتي چارواکي وايي، وسله والو نن سهار د خيبر اېجنسۍ د جمرود په غونډۍ سيمه کې د پاکستان د نيمه پوځي يا FC ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې ډله ييز وسله وال بريد وکړ، چې پاکستاني سرتېرو شنډ کړ او په ځوابي ډزو کې يې لږ تر لږه ٦ وسله وال ووژل او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړل.
د رپوټونو له مخې، پاکستاني ځواکونو تر بريد وروسته په سيمه کې ګرځبنديز ولګاوه او د تلاشۍ عمليات يې هم وکړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

