د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د تمريني سياليو په ترڅ کې په دويمه لوبه كې هم د ”اسټراليا نيو ساوت وېلز” لوبډلې ته ماتې ورکړه. د کرکټ ملي لوبډله په اسټراليا کې ده او هلته يې د ۲۰۱۵ نړيوال جام سياليو لپاره تمريني لوبې پيل کړې دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د تمريني سياليو په ترڅ کې په دويمه لوبه كې هم د ”اسټراليا نيو ساوت وېلز” لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د کرکټ ملي لوبډله په اسټراليا کې ده او هلته يې د ۲۰۱۵ نړيوال جام سياليو لپاره تمريني لوبې پيل کړې دي.
د ننۍ پنځوس اوريزې تمريناتي لوبې پچه د اسټراليا نيو ساوت وېلز لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې كړه.
دې لوبډلې په ټاكل شويو پنځوس اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۲ منډې جوړې كړې او افغان لوبډلې ته يې ۲۳۳ منډې هدف وټاكه، خو د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د لوبې په وروستي اوور كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره كړ او لوبه يې وګټله.
تر دې لوبې مخكې هم افغان لوبډلې د اسټرالياساوت وېلز لوبډلې ته ماتې وركړې وه، خو د لوېديځ اسټراليا له يوې ځايي لوبډلې نه يې په دوو لوبو كې ماتې خوړلې وه.
افغان لوبډله به څلور نورې تمريني پنځوس اوريزې لوبې د نيوزيلنډ له لوبډلو سره ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


