سپينې ماڼۍ تېره ورځ وويل، د امريکا حکومت هيله لري، چې د افغانستان نوى جمهور رئيس د كابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند لاسليک کړي او امريکايي پوځيان اجازه ترلاسه کړي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنېسټ وويل، دوى هيله لري، چې نوى متخب افغان جمهور رئيس به د لوړې له مراسمو وروسته امنيتي موافقه سمدستي لاسليک کړي.
د هغه په وينا، نوى افغان جمهوررئيس په خپله ژبه ولاړ دى او دى باور لري، چې په خپله خبره به ودرېږي.
راتلونكي جمهوررئيس اشرف غني احمدزي هم ويلي، چې د لوړې له مراسمو وروسته به له امريکا او ناټو سره امنيتي موافقې لاسليک کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ