د پاكستان د بلوچستان ايالت د مركز كوټې ښار لوېديځ لور ته په جناح ټاون نومې سيمه كې تېره شپه چاودنه شوې، چې له كبله يې د يوې ماشومې او يوې مېرمنې په ګډون ۱۳ تنه عام وګړي ټپيان شوي دي.
د پاكستان د بلوچستان ايالت د مركز كوټې ښار لوېديځ لور ته په جناح ټاون نومې سيمه كې تېره شپه چاودنه شوې، چې له كبله يې د يوې ماشومې او يوې مېرمنې په ګډون ۱۳ تنه عام وګړي ټپيان شوي دي.
پوليس وايي، چاودنه د يوه هوټل مخې ته په ولاړ موټر سايکل کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توكو له كبله رامنځته شوې ده.
د دوى په وينا، په چاودنه کې پينځه کيلو ګرامه چاودېدونکي توكي کارول شوي دي.
د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.
د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او نه دا څرګنده ده، چې د چاودنې هدف څوک و.
د سپټمبر په ديارلسمه نېټه هم د کوټې ښار پر سرياب سړک د ملېشه ځواکونو ګزمه کوونکي موټر ته نژدې چاودنه شوې وه، چې له كبله يې درې تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


