ads

لغمان كې د ۴۰ ميليونو افغانيو ارزښت د دوو پروژ كار پيل شو

د لغمان ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې  د ۴۰ میلیونه افغانيو په ارزښت د دوو بیلابيلو پروژو کار پيل شو. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د پنجشبې په ورځ والي ډاکټر فضل الله مجددي په قرغيو ولسوالۍ کې د دوو بېلابېلو پروژ د د لغمان ولایت په قرغيو […]

نویسنده: TKG
28 وږی 1393
لغمان كې د ۴۰ ميليونو افغانيو ارزښت د دوو پروژ كار پيل شو

د لغمان ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې  د ۴۰ میلیونه افغانيو په ارزښت د دوو بیلابيلو پروژو کار پيل شو. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د پنجشبې په ورځ والي ډاکټر فضل الله مجددي په قرغيو ولسوالۍ کې د دوو بېلابېلو پروژ د

د لغمان ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې  د ۴۰ میلیونه افغانيو په ارزښت د دوو بیلابيلو پروژو کار پيل شو.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د پنجشبې په ورځ والي ډاکټر فضل الله مجددي په قرغيو ولسوالۍ کې د دوو بېلابېلو پروژ د كار پرانسته وکړه.

ځواک وايي، يوه د ۳،۵ کېلو متره سړک د قیر کولو پروژه ده چې د ترنګ کلي څخه تر لمټۍ قريې پورې رسیږي، ټول لګښت یې ۳۵ میلیونه افغانۍ کېږي، چې مالي لګښت يې د کليو او پراختیا وزارت په غاړه اخیستی.

دغه راز نوموړی وايي، بله پروژه د همدې ولسوالۍ په ده مزنګ سیمه کې د ۲۷۰ متره په اوږدوالي استنادي دیوال جوړول دي، چې څه باندې څلور میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د ځواک په خبره د دې استنادي دیوال په جوړېدو سره به ۱۲۵۰ جریبه ځمکه او ۷۵۰ کورنۍ د ابو له جدي ګواښ څخه وژوغورل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA