د كندوز ولايت په دشت ارچې ولسوالۍ کې د ۲۲۰ زره امريكايي ډالرو په ارزښت د لسو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې. په دغو لسو پروژو كې د ٢٣ کيلومتره سړکونو اساسي جغل اندازي او د يوه ښوونځي ١٦٠ متره اوږده چاردېوالي شامله ده.
د كندوز ولايت په دشت ارچې ولسوالۍ کې د ۲۲۰ زره امريكايي ډالرو په ارزښت د لسو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې.
په دغو لسو پروژو كې د ٢٣ کيلومتره سړکونو اساسي جغل اندازي او د يوه ښوونځي ١٦٠ متره اوږده چاردېوالي شامله ده.
دغه ټولګټې پروژې د دشت ارچي ولسوالۍ په لسو بېلابېلو سيمو کې تطبيق کېږي، چې ټول لګښت یی ٢٢٠٠٠٠ امريکايي ډالره ښودل شوی دی، چې د کندوز ولایت د کلیو او پراختیا ریاست لخوا ورکول کیږي.
د پرانستغونډې پر مهال د يادې ولسوالۍ اجرائيه آمر اسلام الدين مقنن د غونډې گډونوالو ته وويل، چې دغه پروژې د کليوالي سيمو ستونزو ته په کتو سره د کليوالي پرمختيايي شوراگانو له لورې انتخاب شوې دي، چې په خپله به يې همدوى تطبيق کوونکي وي.
په ورته وخت كې د دشت ارچي ولسوالۍ د انکشافي شورا رئيس سردار محمد اندېش د یادو پروژو له پلي کولو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې پخوا دوی له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، په اوړي که به له دوړو او خاورو او ژمي کې به له خټو او د سړکونو له ویجاړ حالت څخه پوزې ته راغلي وو، چې د دې پروژې په بشپړېدلو سره به يې یادې ستونزې حل شي.
د يادونې وړ ده چې په ورته وخت کې دوه نورې د سړکونو د جغل اندازۍ پروژې بشپړې او گټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په کندوز کې یوه ناامنه ولسوالۍ ده، چې وخت نا وخت ورڅخه د ناامنیو راپور خپرېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


