امنیتي چارواکي وایي د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو او په ګیلان ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې د یوه عرب په ګډون د دولت ۱۶ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
امنیتي چارواکي وایي د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو او په ګیلان ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې د یوه عرب په ګډون د دولت ۱۶ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
په غزني کې مېشت د ملي اردو د درېيمې پلې لېوا ویاند نظیف الله سلطاني کلید ته وویل، چې د روانې وږي میاشتې له ۱۸مې نیټې راهیسې د دې ولایت په ده یک او زنخان ولسوالیو کې د ذوالفقار په نامه عملیات روان دي.
نوموړي زياته كړې، د ګډو افغان ځواکونو له لورې په دې روانو عملياتو كې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ده یک ولسوالۍ په رباط او میتر سیمو کې نښتې هم رامنځته شوې دي.
د سلطاني په وینا، د دې نښتو په پایله کې د دولت څلور وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه هغه یې ټپیان شوي، چی په وژل شویو کی د ابو یحیی په نامه یو عرب جنګیالی او د قاري یاسین په نامه د وسله والو یو سرګروپ هم شامل دي.
د نوموړي په وينا په دغو نښتو كې افغان ځواکونو ته كوم زیان نه دی اوښتی.
دغه راز د یو بل خبر له مخی تېر ماښام د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتې کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د درېيمې لېوا ویاند نظیف الله سلطاني کلید ته د پېښې د پخلي ترڅنګ وویل، چې وسله والو تېر ماښام د ګیلان ولسوالۍ په والي سیمه کې د ملي اردو پر پوستې برید وکړ، چې ورسره جوخت د دواړو لوریو ترمنځ نیم ساعت نښته وشوه.
نوموړي زیاته کړه، د نښتې په پایله کې د دولت پنځه وسله والو مخالفین وژل شوي او نور ټپیان شوي، خو د ملي اردو سرتېرو ته پکې زیان نه دى اوښتی.
د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه د دې دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې ده یک او ګیلان د غزني ولایت له نسبتاً امنو ولسوالیو څخه وې، خو په دې وروستیو کې پکې وسله والو نښتو او چاودنو زور اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ