د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال پنځوس اوریز جام د چمتوالي په موخه د یو میاشتنیو تمریناتو لپاره اسټرلیا ته لاړه. د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پرون پژواک ته وويل، چې ملي لوبـډله به په استراليا او نيوزيلينډ کې د يوې مياشتې لپاره خپل تمرينونه ترسره
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال پنځوس اوریز جام د چمتوالي په موخه د یو میاشتنیو تمریناتو لپاره اسټرلیا ته لاړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پرون پژواک ته وويل، چې ملي لوبـډله به په استراليا او نيوزيلينډ کې د يوې مياشتې لپاره خپل تمرينونه ترسره کوي.
د کرکټ بورډ عمومي مشر سلاکار وزير شهزاده مسعود استراليا ته تر روانېدو مخکې ملي لوبډلې ته وويل، چې تاسو د يوه ننګونکي هدف لپاره د چمتووالي په موخه نن د خپل اوږده سفر لړۍ پيلوئ.
هغه زياته کړه، چې د ملي لوبډلې تر شا د ولس دعاګانې دي ،خو د لوبغاړو په اوږو هم لوى مسووليت پروت دى.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد ملي لوبډلې ته په خپله وينا کې وويل چې ددوى لپاره نوى بهرنى روزونکى ټاکل شوى او بايد له هغه څخه ډېره ګټه پورته کړي.
ده زياته کړه : (( ستاسو هر ګام بايد د زده کړې په هدف پورته شي او ستاسې هره اراده بايد په نړيوال جام سياليو کې د بريا په تکل ترسره شي.))
ډاکټر مراد لوبغاړو ته وويل چې ټول ولس له دوى څخه سترې تمې لري او دوى بايد خپل مسووليتونه په سمه توګه ترسره کړي.
د ملي لوبډلې نوي روزونکي انډري مولز وويل چې تر خپل وروستي وس پورې به هڅه وکړي چې د افغانستان لوبغاړو ته د استراليا او نيوزيلينډ د ميدانونو له څرنګوالي سره سمه روزنه ورکړي.
هغه زياته کړه : (( موږ بايد د عمل په ډګر کې له ځانه وړتيا وښيو، زده کړه وکړو او په جرئت سره لوبه ترسره کړو. ))
د ملي لوبډلې لوبډل مشر نبي عيسی خېل هم د ټولو لوبغاړو په استازيتوب د کرکټ بورډ له ادارې څخه مننه وکړه او د دغه ډول اوږدمهاله روزنيز کمپ په لاره اچول يې د نړيوال جام سياليو لپاره د چمتووالي يو غوره فعاليت وباله.
په ملي شل کسيزه لوبډله کې لاندې لوبغاړي د استراليا په لوري لاړل.
محمد نبي عيسی خېل، نوروز منګل، افسر خان، محمد اصغر، ميرويس اشرف، سميع الله، دولت خان، شاهپور، نورعلي، ګلبدين نايب، شفيق الله شفق، عثمان غني، جاوېد احمدي، شرف الدين اشرف، يامين خان، افتاب عالم، رحمت شاه، حشمت الله، نجيب الله او ناصر جمال
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


