د پاكستان په بېلابېلو سيمو کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له كبله تراوسه ۲۸۰ تنه وژل شوي او شاوخوا دوه ميليونه نور بې كوره شوي دي. د پاكستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې وياند احمد کمال وايي، وروستيو سېلابونو د پنجاب ايالت په ګډون، په پاكستاني کشمير او ګلګت
د پاكستان په بېلابېلو سيمو کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له كبله تراوسه ۲۸۰ تنه وژل شوي او شاوخوا دوه ميليونه نور بې كوره شوي دي.
د پاكستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې وياند احمد کمال وايي، وروستيو سېلابونو د پنجاب ايالت په ګډون، په پاكستاني کشمير او ګلګت بلتستان کې دغه شمېر كسان بې كوره كړي دي.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د شنبې په ورځ ناوخته د پنجاب ايالت په جنګ ښار کې له سېلاب ځپلو سيمو څخه ليدنه وکړه او له خبريالانو سره يې په خبرو کې وروستى سېلاب د خپل هېواد لپاره طبيعي افت وباله.
نوموړي ژمنه وکړه، چې له سېلاب ځپلېو کورنيو سره به هر ډول مرستې وکړي.
بلخوا د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ په يو بيان کې ويلي، چې د پنجاب ايالت په بېلابېلو سيمو کې يې مرستندويه عمليات روان دي او سېلاب ځپلو سيمو کې يې ګرځنده کلينکونه جوړ کړي، چې بې کوره شويو خلکو سره لومړنۍ روغتيايي مرستې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


