ads

“سوداګري د سولې زېږنده”

دا هغه پروګرام دى چې په ترڅ كې يې افغانو ښځو سره مرسته كېږي چې په سوداګرۍ پيل وكړي او پكې بريالۍ وي. دا پروګرام د تري نيس په نوم د يوې امريكايي ښځې لخوا چې د خيريه پروګرامونو مديره ده، پرمخ وړل كېږي. دا هغه پروګرام دى چې په ترڅ كې يې افغانو ښځو […]

نویسنده: TKG
23 وږی 1393
“سوداګري د سولې زېږنده”

دا هغه پروګرام دى چې په ترڅ كې يې افغانو ښځو سره مرسته كېږي چې په سوداګرۍ پيل وكړي او پكې بريالۍ وي. دا پروګرام د تري نيس په نوم د يوې امريكايي ښځې لخوا چې د خيريه پروګرامونو مديره ده، پرمخ وړل كېږي.

دا هغه پروګرام دى چې په ترڅ كې يې افغانو ښځو سره مرسته كېږي چې په سوداګرۍ پيل وكړي او پكې بريالۍ وي.

دا پروګرام د تري نيس په نوم د يوې امريكايي ښځې لخوا چې د خيريه پروګرامونو مديره ده، پرمخ وړل كېږي.

ياد پروګرام چې د افغانستان او روندا په هېوادونو كې د لسو مياشتو په ترڅ كې پلى كېږي، دوه مرحلې لري چې په ترڅ كې يې سوداګرو ښځو ته دا ښودل كېږي چې څه ډول سوداګري وكړي او له خپل ګټې او زيان څخه با خبره شي.

۳۰ تنه د زده کړې په ټولګيو كې ګډون كوي او ۱۵ تنه يې امريكا ته د سفر لپاره غوره كېږي او هلته به د يوې اوونۍ لپاره له امريكايي سوداګرو او توليدوونكو ښځو سره كار او ژوند وكړي.

تري نيس وايي، كوم څه چې د ښځو ترمنځ مطرح كېږي د شخصي ژوند تجربې او كار دى: (( دا چې څه ډول ښځې كولاى شي چې كار وكړي، خپلو كورنيو ته رسيدګي وكړي او هم په ټولنه كې حضور ولري، د بېلګې په ډول د يوې شورا غړې وي يا د ښځو په يو خاص بنسټ كې ګډون ولري.))

دولس كاله مخكې د امريكا جمهوررئيس جورج ډبليو بوش او د افغانستان جمهوررئيس حامد كرزي د امريكا او افغانستان د ښځو د شورا بنسټ كېښود، تري نيس له هغو كسانو څخه وه چې په يادې شورا كې يې ګډون كړى و او له هغه سفر وروسته چې افغانستان ته يې درلود، دا تصميم ونيو چې د افغانو سوداګرو ښځو لپاره كار وكړي، د همدې لپاره د “سوداګري د سولې زېږنده” پروګرام رامنځته شو.

تري نیس د دې خيريه پروګرام مديره ده او له ۲۰۰۷ كال څخه په دې پروګرام كې هغو ښځو ته زده كړې وركول پيل شول چې د طالبانو له حكومت څخه دمخه يې سوداګري درلوده او يايې غوښتل چې د ځان لپاره كسب او كار جوړ كړي، خو په لارو چارو يې نه پوهېدل.

اغلې نيس وايي چې د دې پروګرام لپاره له هېڅ يو دولتي بنسټ څخه پيسې نه اخلي او خير رسوونكي خلك له هغوى څخه ملاتړ كوي.

منيژه وافق له هغو كسانو څخه ده چې د دې پروګرام له لارې يې كار زده كړى او اوس پخپله د دې پروګرام په جریان كې له افغان ښځو سره مرسته كوي.

منيژه له خپل خاوند او خور سره د جامو توليدي شركت او د هغو د خرڅلاو پلورنځاى لري. نوموړې سږ كال امريكا ته تللې، تر څو له نږدې څخه د سيندې شلبي، هغې امريكايي سوادګرې ښځې له كار سره اشنا شي چې  كار يې د منيژې كار ته ورته دى.

منیژه وايي، هغه په خپل هېواد كې د سيندې په څېر خدمتونه خلكو ته نشي وړاندې كولاى ځكه چې په افغاني ټولنه كې په پلورنځاى كې د ښځو كار كول، يو څه ستونزمن دي.

خو تري نيس بيا وايي، د خپلو زده كړو په دوران كې ګډونوالو ته دا توصيه كوي چې تر ډېره دې دا كوښښ وكړي چې د خپلې ټولنې دود او دستور ته په پاملرنې سره كار وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA