د سپټمبر ۸ مه د سواد د نړیوالې ورځې په توګه له ۱۹۶۶ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان یونسکو له لوري له بېسوادۍ سره د مبارزې، د لویانو، ماشومانو او په ځانګړي ډول زده کړو ته د نجونو د لاسرسي او د ټولنو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په هدف لمانځل کېږي.
د سپټمبر ۸ مه د سواد د نړیوالې ورځې په توګه له ۱۹۶۶ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان یونسکو له لوري له بېسوادۍ سره د مبارزې، د لویانو، ماشومانو او په ځانګړي ډول زده کړو ته د نجونو د لاسرسي او د ټولنو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په هدف لمانځل کېږي.
سږ کال په هېواد کې د سواد نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا د لیک لوست د عامولو او د هېواد د بچیانو لپاره د ښوونې او روزنې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې بېساري پرمختګونه شوي دي.
څه باندې لس میلیونه زده کوونکي د هېواد نژدې ۱۶ نیم زره ښوونځیو او په سلګونو نورو دیني مدرسو او د تخنیکي زده کړو په تعلیمي مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي چې شاوخوا ۴۲ په سلو کې یې نجونې دي.
دا مهال د افغان وګړو ۳۴ په سلو کې خلک لوستي دي چې لویې برخې ته یې په وروستیو کلونو کې د لیک لوست اسانتیاوې برابرې شوې دي.
لكه څنګه چې پوهېږو سواد بينايي او روښنايي ده او دا هم بې له شكه په اثبات رسېدلې خبره ده، هغه ټولنې چې وګړي يې سواد لري له نېكمرغه او پرمختللو ټولنو څخه شمېرل كېږي، ځكه د پوهې او سواد په رڼا كې د ښو او بدو توپير كېداى شي. خو له بده مرغه زموږ له ټولو لويه او د پام وړ ستونزه هم همدا ده چې تر اوسه په دې نه يو توانېدلي چې د سواد زده كړه عامه وګرځوو. لا مو هم په لرې پرتو سيمو كې ښوونځي د بېلا بېلو ستونزو له كبله د نجونو او هلكانو پر مخ تړل شوي دي او كه په كومو سيمو كې شته هم لكه څنګه چې ښايي د ښوونې او روزنې په معيارونو برابر نه دي او له بېلابېلو نيمګړتياوو سره مخ دي، لكه د مسلكي ښوونكو او درسي وسايلو نشت. تر ټولو ځوروونكې خو دا ده چې لا هم زموږ نجونې د زده كړې حق نه لري او د بې ځايه دود او دستورونو قرباني كېږي. له بلې خوا د كورنيو وران او ويجاړ اقتصاد هم بل خنډ دى چې د ماشومانو د زده كړې مخه نيسي او هغوى په ماشومتوب كې شاقه او له توانه وتلو كارونو ته اړ باسي.
په هېواد کې د سواد د کچې د لوړولو لپاره د پوهنې وزارت ۵ کلن پلان لري چې پر بنسټ یې دا مهال د سواد زده کړې ۲۸ زره کورسونه او ټولګي په ټول هېواد کې فعال دي چې پکې نژدې ۷۷۰ زره کسان زده کړې کوي. د سواد زده کړې د دغو کورسونو نژدې ۶۲ سلنه ګډونوال ښځې دي.
په داسې حال کې په افغاني ټولنه کې ښځې د ټولنې هغه محرومه برخه ده چې له ډېری آسانتیاوو او حقونو څخه بې برخې دي؛ له دغو حقونو څخه یو هم د سواد زده کړه او ښوونه ده .
که څه هم د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، هېواد مو څه باندې ۱۲ میلیون داسې نالوستي کسان درلودل چې له ښوونځیو لرې پاتې وو او دې وزارت وکولی شو چې د سواد زده کړې د لنډ مهالو کورسونو او چټکو زده کړو په مټ د دغو نالوستو کسانو شمېر ۸ میلیونه ته را ټیټ کړي.
د دې وزارت دغه څرګندونې د سواد د پراختیا په لار کې هیله من کېدونکې دي.
د پایلې په توګه ویلی شو چې باسواده ټولنې او وګړي یې د ښو او بدو په توپیر سره په دې توانېدلي چې خپل خلک له بدمرغیو او جنګ جګړو وژغوري، نو راځئ چې تر هر څه زیات د سواد په زده کړې زور واچوو، د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د سواد زده كړې د كورسونو جوړول او هغو ته د خلكو راغوښتل او تشويق هم اغېزمنه چاره ده. له بلې خوا په دې برخه كې د ديني عالمانو ونډه په تېره بيا په هغو سيمو كې چې هلته دوديز بنديزونه حاكم دي ډېره اغيزمنه ده، ځكه چې د دين عالمان هغه كسان دي چې په رښتينې توګه كولاى شي په جوماتونو كې د وعظ او تقرير له لارې عام خلك په دې متيقن كړي او ويې هڅوي چې د علم په زده كړه كې له هېڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه ونكړي، ځكه د اسلام مقدس دين هم د علم زده كړه پر هر نارينه او ښځې فرض ګڼلې. له بلې خوا بايد اړوند چارواكي هم دا موضوع له خپلو لومړيتوبونو څخه وشمېري او ددې ستونزې په له منځه وړلو كې پوره هڅه اوهاند وكړي، تر څو هغه ستونزې چې زموږ ټولنه ورسره د بې سوادۍ له كبله لاس او ګرېوان ده، له منځه لاړې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

