ads

جمهوررئيس كرزي د كركټ بورډ له مشرتابه پلاوي سره وكتل

جمهوررئيس حامد کرزي پرون له غرمې وروسته د کرکټ بورډ له مشرتابه پلاوي سره په ارګ کې وکتل. د جمهوري رياست د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې سلاکار وزير او د کرکټ بورډ رئيس شهزاده مسعود د هېواد جمهوررئيس ته د “۵۰ اوريز نړيوال جام” جمهوررئيس حامد کرزي پرون له غرمې وروسته د […]

نویسنده: TKG
23 وږی 1393
جمهوررئيس كرزي د كركټ بورډ له مشرتابه پلاوي سره وكتل

جمهوررئيس حامد کرزي پرون له غرمې وروسته د کرکټ بورډ له مشرتابه پلاوي سره په ارګ کې وکتل. د جمهوري رياست د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې سلاکار وزير او د کرکټ بورډ رئيس شهزاده مسعود د هېواد جمهوررئيس ته د “۵۰ اوريز نړيوال جام”

جمهوررئيس حامد کرزي پرون له غرمې وروسته د کرکټ بورډ له مشرتابه پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

د جمهوري رياست د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې سلاکار وزير او د کرکټ بورډ رئيس شهزاده مسعود د هېواد جمهوررئيس ته د “۵۰ اوريز نړيوال جام” سياليو ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لار موندنې او د دغه جام په اړه، چې له ځان سره يې وروړى و، معلومات ورکړل.

د کرکټ د ٢٠١٥ کال نړيوال جام پرون تر غرمې وروسته په يوه بجه د کابل هوايي ډګر ته راوړل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د كركټ بورډ رئيس شهزاده مسعود ويلي، د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۴ هېوادونو د دغه جام په سياليو کې، چې د ۲۰۱۵ميلادي کال د فبرورۍ په مياشت کې به د نيوزيلنډ او اسټراليا په هېوادونو کې پيل شي، د ګډون چانس ترلاسه کړى دى.

د هغه په وينا، افغانستان به د فبرورۍ د مياشتې په ۱۸مه، خپله لومړنۍ لوبه د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره پيل کړي.

جمهوررئيس حامد کرزي د كركټ ۵۰ اوريز نړيوال جام ته د افغانستان د کرکټ  ملي لوبډلې د لار موندنې له كبله خوښي څرګنده کړې او د كركټ بورډ مشرتابه پلاوي ته يې ويلي، چې د دغه جام د ګټلو لپاره هم هڅه وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA