د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لومړي ځل لپاره به د کرکټ د ۲۰۱۵ کال د پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو جام نن افغانستان ته راوړل شي. د نړيوالو سياليو د دود له مخې، دغه جام د سياليو له ترسره کېدو مخکې په سياليو كې ګډون كوونكو هېوادونو ته لېږدول کېږي، چې سږ کال به د لومړي ځل
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لومړي ځل لپاره به د کرکټ د ۲۰۱۵ کال د پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو جام نن افغانستان ته راوړل شي.
د نړيوالو سياليو د دود له مخې، دغه جام د سياليو له ترسره کېدو مخکې په سياليو كې ګډون كوونكو هېوادونو ته لېږدول کېږي، چې سږ کال به د لومړي ځل لپاره افغانستان ته هم راوړل شي.
د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې دغه جام نن غرمه دولس نيمې بجې كابل ته راورسېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي مشر نور محمد مراد وايي، په لومړي ځل نړيوالو پنځوس اوريزو سياليو ته لار موندنه او بيا هېواد ته د کرکټ د نړيوالې شورا له لورې د نړيوال جام رالېږدول؛ يوه ستره لاسته راوړنه ده.
افغانستان يواځينى هېواد دى، چې په ډېره كمه موده كې يې د كركټ په برخه كې ډېرې برياوې ترلاسه كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


