د ناټو هېوادونو مشرانو د ویلز په سرمشريزه كې خبردارى وركړى چې كه د روان كال تر پايه له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نه شي، افغانستان به د ګډوډيو ښكار او بالاخره له سقوط سره به مخ شي.
د ناټو هېوادونو مشرانو د ویلز په سرمشريزه كې خبردارى وركړى چې كه د روان كال تر پايه له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نه شي، افغانستان به د ګډوډيو ښكار او بالاخره له سقوط سره به مخ شي.
د دغه تړون جزئيات كه څه هم په بشپړه توګه له عام ولس سره نه دي شريك شوي، خو د ناټو او متحدينو ټينګار او د نه لاسليك په صورت كې يې د مرستو قطع كولو ګواښونه دا په ډاګه كوي چې امنيتي تړون د افغانستان او نړۍ لپاره خورا مهم دی.
ټايمز مجلې د ناټو مشرانو له قوله افغانستان ته د دغه تړون د اهميت په اړه ليكلي، درې كاله وړاندې په عراق كې حالات سم وو، خو چې امريكايي ځواكونه ووتل، حالات د تاوتريخوالي اوج ته رسېدلي او په افغانستان كې هم ورته حالت له امكانه لرې نه دى.
دغې مجلې د كابل- واشنګټن تر منځ د امنيتي همكاريو دا تړون د افغانانو لپاره دومره حياتي او مهم ښودلى چې كه لاسليك نه شي؛ نو نه به يو بهرنى سرتېرى په افغانستان كې پاتې شي او نه به هم د نړيوالو مالي مرستې د عمل جامه واغوندي.
دې مجلې د ناټو مشرانو له قوله ويلي، د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې او سلا مشورو لپاره د پوځي ډلګيو ځاى پر ځاى كول او د مالي مرستو ژمنې په دې شرط كوي چې امريكا په افغانستان كې خپل سرتېري پرېږدي.
د ناټو په سرمشریزه كې د ناټو عمومي سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وويل، له افغان حکومت سره ډېر لږ وخت پاتې دی چې قانوني چوکاټ جوړ کړي، څو له مخې یې ناټو وکولی شي د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د کلک ملاتړ په نوم خپل نوی ماموريت پيل کړي.
راسموسن دغه راز خبردارى وركړ چې د امنيتي همكاريو له تړون پرته به ناټو په افغانستان کې هېڅ ماموريت ونه لري:(( زموږ جنګي ماموريت به ډېر ژر بشپړ شي، خو افغانستان اوس هم نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري او ناټو دې ملاتړ ته تياره ده. موږ تيار يو چې د افغان ځواکونو د روزنې، ملاتړ او همکارۍ لپاره یو نوی ماموريت پيل کړو، خو چې امنيتي تړون لاسليك شي.))
ده وويل له ۲۰۱۴ وروسته چې ۳۵۰ زره افغان امنیتي ځواکونه به د ټول هېواد كنټرول په لاس كې ولري، ورسره جوخت به ناټو هم د تړون د لاسليكېدو په صورت كې له دريو اړخونو د افغان حكومت ملاتړ پيل كړي: (( د ۲۰۱۵ تر جنورۍ وروسته به موږ افغان ځواكونه روزو او مشوره به وركوو، تر ۲۰۱۷ كال پورې يې ۵ مليارده ډالر مالي ملاتړ هم پر موږ دى او د ليسبون په غونډه كې شوې ژمنې چې اوږده همكاري له كابل سره پالي، عملي شي.))
خو د لېتويا د دفاع وزير رايموډز ويونيس بيا وويل چې د امنيتي تړون نشتوالی په افغانستان کې د ناټو هېوادونو لپاره تر ټولو لويه اندېښنه ده. ده ویلي، په عراق کې حالات سم وو، خو اوس په ډېر سرعت سره هر څه بدل شول. که ناټو نه وي، په افغانستان کې هم دا حالت تکرارېدای شي.
بلخوا افغان شنونكي په دې اړه له نظرياتي پلوه سره وېشلي دي، يوه ډله په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو اوسېدل يوازې هغه وخت چې د افغانستان ملي ګټې ورسره خوندي او سوله تامين كړي، د تاييد وړ ګڼي او له دې ايسته د تړون د لاسليك په اړه ټول نړيوال فشارونه بې ځايه بولي.
دوى وايي، د امنيتي تړون په اړه د جمهور رئيس كرزي (( د سولې راوستل، د شپې عمليات بندول او شفافې ټاكنې)) شرطونه داسې نه وو چې امريكا او متحدينو يې د پوره كولو توان نه درلود، له دې كبله افغان دولت بايد د دوى يو ډول فشار ته هم غاړه كې نږدي.
سياسي كارپوه ډاكټر سديس نيازى وايي، امريكا په افغانستان كې د يوې تلپاتې سولې غوښتونكې نه ده او دا به افغانانو ته تر ډېره د زغم وړ نه وي، نه به هم ورسره په پټو سترګو څوك د امنيتي همكاريو تړون لاسليك كړي.
دى وايي، شك لري چې امريكا به د تړون له مخې د افغانستان ګتې هم ونه شي ساتلى:(( له دوى سره مو ستراتيژيك سند لاسليك كړ، خو له پاكستان سره د سرحدي لانجې په اړه امريكا غلې پاتې شوه، اوس كه موږ امريكا ته د مرستې لپاره اړ يو؛ نو واشنګټن هم خپلو ځينو مجبوريتونو او د لويو تاوانونو ډار اړ كړى چې افغانستان كې پاتې شي.))
نيازى زياتوي: (( امريكا اوس د همدغې اړتيا له مخې فشارونه واردوي او افغان حكومت له تزلزل سره مخ كوي، زه فكر كوم نړيواله ټولنه به يې دې ته پرې نږدي چې په افغانستان كې د ډيموكراسۍ لاسته راوړنې دومره ژر په سيند لاهو كړي، شرطونه به خامخا منل كېږي.))
خو سياسي مقاله ليكونكى عبدالواحد باور بيا وايي، افغان حكومت اړ دى چې د داخلي تروریزم پر وړاندې مبارزه كې د نړيوال ملاتړ يو فرصت هم له لاسه ور نه كړي. دى وايي، د ویلز په سرمشريزه كې له افغان ځواكونو سره كلنۍ مرستې له ۴ اعشاريه ۲ ملیاردو ډالرو ۵ اعشاريه ۱ ملياردو ډالرو ته پورته شوې او بايد بهرني ځواكونه نور په افغانستان كې د يو مشروع قانوني چوكاټ په رڼا کې حضور ولري: (( له تروريزم سره مبارزه زموږ مجبوريت دى، نړۍ هم راسره په دې برخه كې شريكه ده، نو بايد يو بل ته داسې لاس ور اوږد كړو چې نه سيخ وسوځي او نه هم كباب، زه فكر كوم اوسنى امنيتي تړون د افغانانو په تاوان دومره نه تمامېږي لكه په ګټه به يې چې تمام شي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


