ads

اروپايي اتحاديې پر روسيې بنديزونه زيات كړل

اروپايي اتحادیې په اوکراین کې په روان بحران کې د روسیې د لاس درلودلو په خاطر، پر هغه هېواد بندیزونه لا زیات کړل. په نویو بندیزونو کې د شتمنیو کنګل، پر لوړرتبه چارواکو د ویزې بندیز او د روسیې له یو شمېر دولتي شرکتونو سره پر مالي راکړې ورکړې بندیز شامل دی. اروپايي اتحادیې په […]

نویسنده: TKG
21 وږی 1393
اروپايي اتحاديې پر روسيې بنديزونه زيات كړل

اروپايي اتحادیې په اوکراین کې په روان بحران کې د روسیې د لاس درلودلو په خاطر، پر هغه هېواد بندیزونه لا زیات کړل. په نویو بندیزونو کې د شتمنیو کنګل، پر لوړرتبه چارواکو د ویزې بندیز او د روسیې له یو شمېر دولتي شرکتونو سره پر مالي راکړې ورکړې بندیز شامل دی.

اروپايي اتحادیې په اوکراین کې په روان بحران کې د روسیې د لاس درلودلو په خاطر، پر هغه هېواد بندیزونه لا زیات کړل.
په نویو بندیزونو کې د شتمنیو کنګل، پر لوړرتبه چارواکو د ویزې بندیز او د روسیې له یو شمېر دولتي شرکتونو سره پر مالي راکړې ورکړې بندیز شامل دی.
په دې کمپینو کې د روسیې د دولتي ګاز ستر شرکتونه روس نفت، ګازپروم نفت او ترانزنفت شامل دي.
د بندیزونو دا نوی لست نن د اروپايي اتحادیي په رسمي جریده کې خپور شو او له همدې ورځې عملي دی.
د اروپا د شورا مشر هرمن وان رومپې ویلي، چې اروپايي اتحادیه به د اوکراین په ختيځ کې وضعیت له نږدې څاري، څو وکتل شي چې د روانې میاشتې په پيل کې د بدلونو په اړه شوې پریکړې تر کومه حده عملي کیږي.
روسیه د غربي دولتونو دا تور ردوي چې په اوکراین کې یې د خپلو پلویانو بیلتون غوښتونکو د ملاتړ لپاره ، د دې هیواد ختیځ ته عسکر لیږلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA