ads

پاکستان کې وروستيو سېلابونو سلګونه زره كسان بې کوره کړي‎

د پاكستان په بېلابېلو سيمو او د دې هېواد تر ولكې لاندې كشمير كې وروستيو اورښتونو او سېلابونو  ۲۳۱ تنه وژلي او سلګونه زره نور يې بې کوره کړي دي. د پاكستان په بېلابېلو سيمو او د دې هېواد تر ولكې لاندې كشمير كې وروستيو اورښتونو او سېلابونو  ۲۳۱ تنه وژلي او سلګونه زره نور […]

نویسنده: TKG
19 وږی 1393
پاکستان کې وروستيو سېلابونو سلګونه زره كسان بې کوره کړي‎

د پاكستان په بېلابېلو سيمو او د دې هېواد تر ولكې لاندې كشمير كې وروستيو اورښتونو او سېلابونو  ۲۳۱ تنه وژلي او سلګونه زره نور يې بې کوره کړي دي. د پاكستان په بېلابېلو سيمو او د دې هېواد تر ولكې لاندې كشمير كې وروستيو اورښتونو او سېلابونو  ۲۳۱ تنه وژلي او سلګونه زره نور يې بې کوره کړي دي.
د پاکستان دولتي ټلويزيون له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د چارواکو له قوله وايي، وروستيو سېلابونو يوازې د پنجاب ايالت په بېلابېلو سيمو کې ١٥٦ کسان وژلي، سلګونه نور يې ټپيان كړي او تر پينځه سوه زرو زيات بې کوره شوي دي.
همدارنګه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې سېلابونو تر دې دمه ٦٤ او په ګلګت بلتستان کې ١١ کسان وژلي او تر ٣٠ زرو زيات يې بې کوره کړي دي.
د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان ملي پارلمان ته د وينا پر مهال اوسني سېلابونه د پاکستان د ځينو سيمو لپاره د تاريخ تر ټولو بد سېلابونه وبلل.
بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ په سېلاب ځپلو سيمو کې مرستندويه عمليات پيل کړي او د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، د پنجاب او ګلګت بلتستان  په ګډون يې زيانمنو شويو سيمو ته مرستندويه ټيمونه لېږلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA