ads

د کرکټ نړىوال جام به د سپټمبر په ۱۳مه د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راوړل شي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لومړي ځل لپاره به د کرکټ د ۲۰۱۵ کال د پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو جام افغانستان ته راوړل شي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لومړي ځل لپاره به د کرکټ د ۲۰۱۵ کال د پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو جام افغانستان ته راوړل شي.د نړىوالو سىالىو د دود له […]

نویسنده: TKG
19 وږی 1393
د کرکټ نړىوال جام به د سپټمبر په ۱۳مه د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راوړل شي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لومړي ځل لپاره به د کرکټ د ۲۰۱۵ کال د پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو جام افغانستان ته راوړل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لومړي ځل لپاره به د کرکټ د ۲۰۱۵ کال د پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو جام افغانستان ته راوړل شي.
د نړىوالو سىالىو د دود له مخې، دغه جام د سىالىو له ترسره کېدو مخکې په سياليو كې ګډون كوونكو هېوادونو ته لېږدول کېږي، چې سږ کال به د لومړي ځل لپاره افغانستان ته هم راوړل شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراىوي‌ مشر نور محمد مراد وايي، په لومړي ځل نړىوالو پنځوس اورىزو سىالىو ته لار موندنه او بىا هېواد ته د کرکټ د نړىوالې شورا له لوري د نړىوال جام رالېږدول؛ ىوه ستره لاسته راوړنه ده.
افغانستان ته د نړىوالو سياليو د جام راوړل زىات ارزښت لري او دا به نه ىوازې دا چې د کرکټ لپاره لاسته راوړنه، بلکې نړىوالو ته به د افغانستان د اوسني وضعىت په اړه هم ىو ښه خبر وي.
افغانستان ىواځىنى هېواد دى، چې په ډېره كمه موده كې يې د كركټ په برخه كې ډېرې برياوې ترلاسه كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA