ads

په سیاسي چارو کې د ښځو ونډه کمرنګه ده

د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، دا مهال ۹ فيصده ښځې د هېواد په سیاسي چارو بوختې دي چې د دوی په خبره، دا شمېر ورته د قناعت وړ نه دی.د یاد وزات مرستیالې مژګان مصطفوي چې د محلي پرېکړو اړوند د ښځو ونډې اخیستنې په یو ورځنۍ غونډه کې يې برخه لرله، رسنیو ته […]

نویسنده: TKG
17 وږی 1393

د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، دا مهال ۹ فيصده ښځې د هېواد په سیاسي چارو بوختې دي چې د دوی په خبره، دا شمېر ورته د قناعت وړ نه دی.
د یاد وزات مرستیالې مژګان مصطفوي چې د محلي پرېکړو اړوند د ښځو ونډې اخیستنې په یو ورځنۍ غونډه کې يې برخه لرله، رسنیو ته په کابل کې

د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، دا مهال ۹ فيصده ښځې د هېواد په سیاسي چارو بوختې دي چې د دوی په خبره، دا شمېر ورته د قناعت وړ نه دی.

د یاد وزات مرستیالې مژګان مصطفوي چې د محلي پرېکړو اړوند د ښځو ونډې اخیستنې په یو ورځنۍ غونډه کې يې برخه لرله، رسنیو ته په کابل کې وویل، سره له دې چې په یو شمېر وزارتونو کې د ښځو ګډون د قانون پر بنسټ ۳۰ فيصده دی، خو د دې په وينا، په دې وروستیو کې یوې تر سره شوې سروې دا په ډاګه کړې چې د هېواد په ټولې سیاسي او تصمیم نیونې برخه کې څه باندې ۹ فيصده ښځې فعالیت کوي.

مصطفوي وايي چې دا شمېره باید زیاته شي: (( د مرکزي احصایې د سروې په اساس چې په دې ورستیو کې یې پایلې خپرې کړې دي، له بده مرغه د افغانستان په ټولو سیاسي چارو کې یوازې ۹ اعشاریه څو فیصده ښځې ونډه لري چې دا موږ ته د قناعت وړ نه دي او غوښتنه مو دا ده چې د تصمیم نیونې په برخه کې دې د ښځو دا فیصدي لوړه شي، خو په څو د ګوتو په شمېر دولتي ادارو لکه د شهیدانو، معلولینو، کار او ټولنیزو چارو، پوهنې او ښځو چارو وزارتونو کې د قانون په اساس ۳۰ فیصده یې ښځينه جوړوي.))

ولې په سیاسي چارو کې د ښځو ونډه کمرنګه ده؟

اسما خواجه زاده د یادې غونډې پر مهال کلید ته وویل، په افغانستان کې د اسلامي اصولو او رواجونو تر منځ تفکیک له منځه تللی او همدا د دې سبب شوی چې ښځې ونه شي کولی په تصمیم نیونې او پرېکړو کې ونډه ولري.

نوموړې وايي، ښځې داسې فکر کوي چې که دوی په سیاسي فعالیتونو کې ونډه واخلي نو دا به د اسلام خلاف عمل وي، خو په وينا يې، داسې نه ده:(( که نارینه کولی شي چې د نارینه وو په استازیتوب سیاسي استازیتوب وکړي، ښځې هم باید خپله ونډه هېره نه کړي، ځکه اسلام ورته دا حق ورکړی دی، خو دلته عرف او بې ځایه رواجونه دومره غښتلي شوي چې ښځې د ټولنې د شرم او عار له مخې دې کار ته زړه نه ښه کوي، نو همدا سبب دی چې ښځې له سیاسي فعالیتونو لرې پاتې شوي او ونډه یې کمرنګه ده.))

بلخوا ملیحه عزیز هم د نوموړې غونډې په ترڅ کې له کلید سره په خبرو کې د دولتي او نادولتي ملي او نړیوالو ادارو لخوا ښځو ته له لنډ مهاله خدمتونو او فعالیتونو د ناخوښۍ څرګندولو تر څنګ وايي، باید د ښځو د حقونو او ښه ژوند لپاره تلپاتي او بنسټیز فعالیتونه ترسره شي.

نوموړې زياتوي: (( ډېرى وخت هغه ادارې چې د ښځو له حقونو څخه د دفاع او نورو برخو کې فعالیت کوي، پروژه یي بڼه لري او د لنډ مهال لپاره وي چې دې چارې نه یوازې د ښځو په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دى راوستلی، بلکې د هرې پروژې په پایته رسېدو سره هغه تېر ترسره شوي فعالیتونه، خدمتونه او زحمتونه هم له خاورو سره یو شوي دي، نو که غواړو چې ښځې په سیاسي چارو کې پراخه ونډه واخلي، یو دا چې باید په تصمیم نیونه کې ورته پاملرنه وشي، او دویم دا چې دا فعالیتونه دې بنسټیز او هر اړخیز شي.))

آیا له دې وروسته به دې ستونزې ته پاملرنه وشي؟

دې ته په ورته مهال بیا د مدني ټولنې په استازیتوب د عدالت او مشارکت ټولنې غړي عبدالرزاق عصمت کلید ته د خبرو په ترڅ کې وویل چې د یادې غونډې لوی هدف هم دادی چې له دې وروسته ښځو ته د تلپاتې او اوږد مهالو فعالیتونو او خدمتونو زمینه برابره شي.

هغه زياته كړه:(( په ریښتیا هم چې تر اوسه پورې ډېر شمېر ادارو په ځانګړې توګه مدني ټولنې د ښځو لپاره داسې فعالیتونه او خدمتونه وړاندې کړي دي چې د لنډ مهال لپاره و، خو اوس موږ غواړو د همدې غونډې پر بنسټ او هدف د ښځو حضور په ټولو برخو په ځانګړې توګه سیاسي او تصمیم نېونه کې ډېر او بنسټیز کړو، او زه په دې باور یم چې زموږ د دې هدف په عملي کولو به د ښځو دا ستونزه حل شي.))

د یادونې بولو چې دا لومړی ځل نه دی چې د محلي پرېکړو په اړوند د ښځو د ونډې دا یوه ورځنۍ غونډه جوړېږي، بلکې له تېرو ۱۳ کلونو راپدېخوا هم ښځو ته ورته سيمینارونه، ورکشاپونه او د عامه پوهاوي غونډې جوړې شوي دي، خو د ښځو چارو فعالینو په وینا کومه مثبته پایله یې نه ده درلودلې، او نه یې هم د ښځو په ژوندانه کې کوم ژور مثبت بدلون راوستلی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA