د غزني اوسېدونكي او د كرنې رياست چارواكي وايي، سږ كال په دغه ولايت كې د غنمو حاصلات ۱۵ فيصده لوړ شوي دي. چارواكي د غنمو په حاصلاتو كې دغه د پام وړ زياتوالى له دې كبله بولي چې په وينا يې بزګرانو ته سږ كال د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي وو.
د غزني اوسېدونكي او د كرنې رياست چارواكي وايي، سږ كال په دغه ولايت كې د غنمو حاصلات ۱۵ فيصده لوړ شوي دي.
چارواكي د غنمو په حاصلاتو كې دغه د پام وړ زياتوالى له دې كبله بولي چې په وينا يې بزګرانو ته سږ كال د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي وو.
د غزني د كرنې او مالدارۍ رياست مشر سلطان حسين عباسيار كليد ته په يوه مركه كې ويلي، دوى خوشاله دي چې بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو وېش ګټه كړې او اوس د يو جريب ځمكې حاصلات له اتيا منو لوړ شوي دي: (( پخوا به يو جريب ځمكې له ۵۰ تر ۵۸ منه زيات حاصل نه كاوه، خو اوس د يو جريب ځمكې د حاصلاتو په حساب دغه ګراف له ۷۰ تر ۱۱۵ منو پورته ختلى دى.))
دى وايي، په دې وروستيو كې يې د دولت په خاصه پاملرنه د غزني ګڼو بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه، كېمياوي سرې او د نباتي ناروغيو ضد درمل د فصلونو د زياتوالي په هدف وېشلي وو، خو د بخت خبره دا وه چې سږ كال موسمي بارانونه هم ښه پریمانه وورېدل:(( موږ غواړو دغو مرستو ته دوام وركړو او ځايي كروندګرو ته د كرنې د نويو تخنيكونو په اړه پراخ وركشاپونه پرانيزو، تر څو خلك په كې د خپلو فصلونو نوې مسلكي روزنه ترلاسه كړي.))
عباسيار په خواشينۍ وايي چې د غزني ځېنو سيمو او ولسواليو ته د اصلاح شويو تخمونواو كيمياوي سرو لسګونه ټنه استول شوې مرستې خلكو او بزګرانو ته نه دي وركړل شوي، بلكې ځايي چارواكو او د سيمې مشرانو خپلو ځانونو ته ويشلې دي:(( لسګونه ټنه تخمونه او سرې وركې دي، ولسوالانو له موږ څخه وړي او هلته يې بيا له څو غلو سره وېشلي دي، خلك بېرته د خداى اسرې ته پاتې شوي.))
د عباسيار په خبره كه دغه تخمونه ټولو ولسونو او كروندګرو ته رسيدلي واى او ځايي چارواكو حيف و ميل کړې نه واى، نو اوس به د غزني د كرنيزو حاصلاتو ګراف د اوسني هغه په اندازه دوه چنده لوړ و: (( دا خبره ځكه كوم چې موږ داسې تخمونه وېشلي چې پخوا كومې ځمكې د جريب په حساب ۵۰ منه غنم كول له دې وروسته به له سلو منو زیات كوي.))
خو د غزني ولايت كروندګر بيا وايي، سمه ده چې سږ كال په دغه ولايت كې غنمو ښه حاصل وركړى، مګر په وينا يې دغه حاصلات د دوى د خپلو لاسونو د تڼاكو نتيجه او د بارانونو د زياتولي بركت دى.
د دې ولايت د اندړ ولسوالۍ يو سپين ږيرى كروندګر ولي محمد اكا وايي، سږ كال يې د غنمو، ريشقو او وربشو حاصلات دوه چنده وو، خو تر اوسه چا ورته يوه دانه د غنمو تخم او سره هم نه ده وركړې.
د قره باغ د ښادي خان كالا يو بل اوسېدونكى سرورخان هم ورته خبره كوي. دى سږ كال د خپل پټي د حاصلاتو په زياتوالي خوښ دى، خو له دولت څخه سخت ګيله من هم دی.
دى وايي، په تېرو ۱۳ كلونو كې يې د دولت لخوا هېڅ مرسته نه ده ترلاسه كړې او نه يې هم د اصلاح شوي تخم يا كېمياوي سرې په نوم څه ليدلي دي: (( په موږ پسې دې څوك اوازې نه خپروي، څه چې لرو دا خداى راكړي، دولت مو پاڼه هم نه ده اړولې.))
د قره باغ يو بل اوسېدونكى او د زراعت پوهنځي فارغ حميد الله بيا وايي، له دولت څخه د تېرو كلونو ګيله نه كوي، خو بايد چې اوس له ځايي خلكو سره د کرنيزسیسټم د عصري او میکانیزه كولو مرسته وكړي.
دى وايي، د سيمې خلك يې لا هم په پخواني او سنتي سیسټم کرنيزې چارې پرمخ بیایي او له سختو ستړياو وروسته ايله څو منه فصل ته شپې اړوي: (( قولبه، درمند، غوبل او دا شيان زموږ د بزګرانو لوى كار دى، د دې ستړيا اوږده او نتيجه يې په خوارۍ هم نه ارزي، دولت بايد دې له خواري كښو خلكو سره د عصري وسايلو مرسته وکړي.))
غزني له كرنيز اړخه د هېواد په مهمو ولايتونو كې شمېرل كېږي او د هېواد نورو ولايتونو ته زياته برخه غنم، مڼې، انګور، زردالو، كچالو، پياز، الو او خټكي له همدې ځايه استول كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


