ads

د خوست – ګردېز د لویې لارې د پاتې برخې د جوړېدو چارې پیل شوې

د خوست ګردېز د لویې لارې د جوړېدو چارې پرون مازيګر د ځايي لوړ پوړو چارواکو له خوا د پټۍ په پرېكولو پیل شوې، چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونكو ۱۸ میاشتو کې پوره شي. د خوست ګردېز د لویې لارې د جوړېدو چارې پرون مازيګر د ځايي لوړ پوړو چارواکو له خوا […]

نویسنده: TKG
17 وږی 1393
د خوست – ګردېز د لویې لارې د پاتې برخې د جوړېدو چارې پیل شوې

د خوست ګردېز د لویې لارې د جوړېدو چارې پرون مازيګر د ځايي لوړ پوړو چارواکو له خوا د پټۍ په پرېكولو پیل شوې، چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونكو ۱۸ میاشتو کې پوره شي.

د خوست ګردېز د لویې لارې د جوړېدو چارې پرون مازيګر د ځايي لوړ پوړو چارواکو له خوا د پټۍ په پرېكولو پیل شوې، چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونكو ۱۸ میاشتو کې پوره شي.

ځايي چارواكي وايي، له دې سره به د خوستوالو هغه ارمان پوره شي، چې کلونه کلونه یې د پوره کېدو تمه لرله.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي په دوه منده ولسوالۍ کې چېرې چې د سړک د کار پیلونې لپاره مراسم نیول شوي وو، خبریالانو ته وویل، د دغې لویې او مهمې لارې د ۲۵ کیلومتره خامه سړک د اساسي جوړونې لپاره یې یو ځل بیا مرسته راجلب کړه.

د نوموړي په وینا، د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې له خوا پرې څه باندې ۳۲ مېلیونه ډالره لګښت راځي، چې چارې به یې په دقیق ډول څارل کیږي.

ځايي خلکو او د ولایتي شورا غړو هم په دې ناسته کې د دغه سړک د چارو پر پیلیدا خوښي څرګنده کړه، خو تمه یې وښوده چې له کوم خنډ او ځنډ پرته یې کارونه پرمخ ولاړ شي.

څو تنو ښاریانو او کابل ته تلونکو ډرېورانو له کلید سره خبرو کې وویل، د دې لارې په اساسي جوړېدو سره به یې د سفرونو پرمهال ګڼې ستونزې هوارې شي.

وړاندې تر دې هر کله چې د دې لارې د جوړېدو کارونه پیل شوي، ناامني یې لامل شوې چې بېرته په ټپه ودریږي، خو دا ځل امنیتي مسؤلین ژمنه کوي چې په پوره قوت سره به یې ساتنه کوي.

په خوست کې د ۲۰۳ تندرقل اردو د مېشتې لومړۍ پلې لېوا قوماندان برید جنرال محمد ناصرهدایت خبریالانو سره خبرو کې ډاډ ورکړ، چې سرتیري به یې شپه ورځ په سیمه کې د خنډونو په له منځه وړلو کې بوخت وي.

باید یاده کړو، دا سړک په تېره څه باندې یوه لسیزه کې نمونوي سړک دی، چې څوځله یې د جوړیدو پرانیستې شوي، خو بیا یې هم کارونه د نامعلومو دلایلو له مخې درېدلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA