ads

د خوست د كاروان سراى سړک تخریب شوی

د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونكي شكايت كوي چې د خوست ښار او کاروان سرای ترمنځ رغځېدلی سړک ځای ځای تخریب شوی دی. خوست ته پر دغه غځېدلي سړک نه یوازې د کاروان سرای اوسېدونکي تګ راتګ کوي، بلکې د علي شېرو، تري زيو، يعقوبي، صبرۍ، باك او ځاځي ميدان د خوست ولایت یو شمېر […]

نویسنده: TKG
17 وږی 1393
د خوست د كاروان سراى سړک تخریب شوی

د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونكي شكايت كوي چې د خوست ښار او کاروان سرای ترمنځ رغځېدلی سړک ځای ځای تخریب شوی دی. خوست ته پر دغه غځېدلي سړک نه یوازې د کاروان سرای اوسېدونکي تګ راتګ کوي، بلکې د علي شېرو، تري زيو، يعقوبي، صبرۍ، باك او ځاځي ميدان

د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونكي شكايت كوي چې د خوست ښار او کاروان سرای ترمنځ رغځېدلی سړک ځای ځای تخریب شوی دی.

خوست ته پر دغه غځېدلي سړک نه یوازې د کاروان سرای اوسېدونکي تګ راتګ کوي، بلکې د علي شېرو، تري زيو، يعقوبي، صبرۍ، باك او ځاځي ميدان اوسېدونکو لار هم راماته ده.

د كاروان سراى اوسېدونكى حاجي عالم جان وايي، دولت ته يې د سړك د جوړېدو له ورځې خپل شكايت رسولى، خو په خبره يې چا غوږ نه دى پرې ګرولى:(( موږ چې د سړك كارونه ليدل؛ نو ډېر ناچيزه روان وو، مشورې مو وركړې چې د سړك دواړو غاړو ته د باران د اوبو د جاري کېدو لپاره دې ويالې جوړې او د سړك غاړې دې خامې نه پرېږدي، مګر چا هم زموږ خبره وانه ورېده.))

د حاجي عالم جان په وينا، د دوى د مشورو د نه اورېدو نتيجه دا ده چې اوس د ښار او كليو د باران اوبه پر همدې سړك راماتې وي:(( يوه غاړه يې بيخي وياله نه لري، د بلې غاړې وياله بيا ډېره تنګه ده، د ښار اوبه په دې كې څنګه تېروې؟))

د خوست يو بل اوسېدونكى يوسف خان چې نږدې هره ورځ د كاروان سراى له لارې ښار ته تګ راتګ كوي، وايي د دغه سړك د كارونو په پيل ډېر خوشاله و او فكر يې كاوه چې نور به د سيمې خلك خپل ناروغان په ډېره اسانۍ د ښار روغتونونو ته رسوي، خو اوس يې خوښي په پښېمانۍ بدله شوې ده.

يوسف خان زياته كړه چې پر دغه سړك غټ موټر ډېر تګ راتګ نه لري، خو د وړوو موټرو لپاره يې هم كيفيت برابر ونه خوت:(( دا سړك تازه جوړ شوى، زموږ خوښي هم پرې ونه ارزېده، ځكه سړك ځاى ځاى ناست دى او يا هم نړېدلى دى، داسې ښكاري چې لسګونه كلونه پرې تېر شوي وي، زه باوري يم چې دا سړك به تر یوه كاله پورې هم روغ پاتې نه شي، هسې جغل اندازي يې كړې ده.))

۳۰ كلن اسلم خان بيا هغه څوك دى چې د كاروان سراى او خوست ښار سړك يې د كور مخې ته تېر شوى او د سړك د جوړېدو پر مهال يې هغه څه ليدلي چې اوس يې خلك بد عواقب زغمي: (( ډېر سرسري كار يې پرې وكړ، خو موږ نه شول ورته ويلى، د يوې غاړې وياله خو يې بيخي جوړه نه كړه، چې معمولي باران وشي فكر به ونه كړې چې دا يو پوخ سړك دى، ځكه داسې ښكاري چې خوړ پرې راوتى وي.))

خو د خوست والي عبدالجبار نعيمي بیا وايي چې پر سړكونو یې د باران د اوبو د راماتېدو ستونزه جدي نيولى او له دې وروسته به اړونده ادارې د يو منظم پلان له مخې خپل کارونه پرمخ یوسي.

نعيمي زياته كړه، د خوست پر سړكونو د باران د اوبو راوتل ځكه لويه ستونزه ګڼي او په اړه يې جدي اقدامات كوي چې يو شمېر زورواكانو اكثره داسې ځمكې غصب او كورونه پرې جوړ كړې چې له ښاره د باران د  اوبو د وتلو مخه نيسي: (( زورواكانو د ښار د اوبو د وتلو په لارو كې  كورونه جوړ كړي او د باراني اوبو مخه يې ډپ كړې ده، موږ دغو خلكو ته د يوې مياشتې اخطاريه وركړې، تر څو دوى په خپله خوښه د اوبو لار خوشې كړي.))

ده وويل، ولايتي اداره په پام كې لري چې د اخطار له نېټې وروسته يو سراسري كمپاين پيل او د اوبو د وتلو له مهمو لارو څخه كورونه لرې كړي:(( اړونده ادارې به له دې وروسته په خوست كې د پيل شويو كارونو څارنه هم كوي او د قرارداد له اصولو خلاف چلندكوونكو سره به د قانون له مخې عمل كوي.))

تر دې څه موده مخكې د خوست د ټولنيزو چارو رئیس انجنير مامورشاه هم له کلید سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې د يو شمېر سړكونو د كار له پيلېدو د مخه یې له خوست ښاروالۍ سره د ښار په سړکونو کې د اوبو د ډنډو د مخنیوي په خاطرغونډې كړې وې، خو اوس چې د يو شمېر سړكونو له كيفيت څخه شكايتونه ډېر شوي، نو په اړه يې په خپله څېړنې پيل كړې دي: (( موږ هغو شركتونو ته چې د كاروان سراى د سړك په څېر يې پروژې پلي كړي، اخطاريه ور استولې چې كه د سړك د جوړولو په برخه كې يې له قرارداد خلاف كار كړى و، نو حساب به ورسره وشي.))

دى وايي، اوسمهال د كاروان سراى او يو شمېر نورو نويو سړكونو په اړه د دوى انجنيرانو څېړنې پيل كړې او ډېر ژر به له پروژه يي ټګانو سره حساب كتاب وكړي: (( د سړكونو بودجه زموږ رياست وركړې، د كاروان سراى سړك بودجه مو هم ۵۰ مليونه افغانۍ وركړې وه، اوس به معلومه شي چې ولې د سړك د جوړولو په برخه كې ټګي برګي شوې ده، موږ به د ولس حق د دوى له خېټې راوباسو.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA