ads

بې سرپرسته ماشومان

د ۱۳۹۱ لمريز کال پسرلی و چې د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست تر چتر لاندې جوړ شوي روزنتون ته د رپوټ جوړولو په هدف لاړم. هلته مې لسګونه ماشومان بې مور او پلاره وليدل. دوی په خپل ژوند کې يو ډول تنګسيا بيانوله. چا د مور او پلار مينه يادوله، چا هغه […]

نویسنده: TKG
17 وږی 1393
بې سرپرسته ماشومان

د ۱۳۹۱ لمريز کال پسرلی و چې د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست تر چتر لاندې جوړ شوي روزنتون ته د رپوټ جوړولو په هدف لاړم. هلته مې لسګونه ماشومان بې مور او پلاره وليدل. دوی په خپل ژوند کې يو ډول تنګسيا بيانوله. چا د مور او پلار مينه يادوله، چا هغه ستونزې يادولې چې د مور او پلار په

د ۱۳۹۱ لمريز کال پسرلی و چې د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست تر چتر لاندې جوړ شوي روزنتون ته د رپوټ جوړولو په هدف لاړم. هلته مې لسګونه ماشومان بې مور او پلاره وليدل. دوی په خپل ژوند کې يو ډول تنګسيا بيانوله. چا د مور او پلار مينه يادوله، چا هغه ستونزې يادولې چې د مور او پلار په نشت کې ورسره مخ وو، چا د مور او پلار تر سيوري لاندې روزنه مهمه بلله. دوی دروغ نه ويل، چې ستونزمن ژوند لري. مور او پلار د ماشومانو په ژوند کې حياتي رول لري.

د افغانستان په اساسي قانون کې راځي: څوک چې اته کلن شوای نه وي؛ مور او پلار يې قانوني سرپرستان دي که چېرته مور او پلار ونه لري، نو په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اړتيا په وخت دوی سرپرستان هم نيولی شي.

ماشومانو ته د دې دنيا ډېر څه نوي وي او د ژوند له اړينو وسايلو، انساني ليدلورو، دين او مذهب … دنيا او لوړو ژورو سره يې بلدتيا ورته ضروري ده. دوی د خپل راتلونکي، اوس او ماضي په بدګڼو او ښېګڼو نه پوهېږي که چېرته سرپرست ولري، رهنما ولري، له دنيا سره بلدوونکی او پالونکی ولري، نو ماشوم به د خپل راتلونکي په اړه غوره تصميم ونيسي.

زموږ د هر ښار پر واټونو لسګونه ماشومان په خاورو کې رغړي او خپله يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي. دوی اکثريت بې سرپرسته دي.

جنګ يوازې د دوی پلرونه او ميندې نه دي ترې اخيستي، بلکې له دوی يې راتلونکی او د ژوند ښکلی رنګ او خوند هم تروړلی دى.

دا ماشومان زموږ د جنګ د نسل محصول دي چې په واټونو کې روپۍ، روپۍ تر مازديګره ټولوي او بيا ماښامی هم په داسې غولي اړوي چې د انسان هډ ورسره په خوښۍ نه لګېږي.

نړيوالو د ماشومانو د روزنې په برخه کې پاموړ مرستې وکړې، خو ډېرې يې په ځای ونه لګېدې، زموږ شتمن هېوادوال هم تر ډېره د دې احساس نه کوي چې دا بې سرپرسته ماشومان په دوی حق لري چې لاسنيوی يې وکړي.

مدني ټولنې او د ماشومانو د ژوند پالنې ادارې هم تر ډېره يوازې تر نومونو را محدود کارونه کوي. افغان حکومت او ټولو افغانانو ته په کار ده چې د دې نږدې لس فيصده افغان ماشومانو د راتلونکي ژوند د تضمين يوه غوره او ثابته لاره ومومي.

هغه ماشومان چې په روزنتونونو کې د بې سرپرستو په نوم شپې ورځې تېروي هم د ښه ژوند څښتنان نه دي. دوی اکثريت د خپل راتلونکي مبهم تصوير په ذهن خپور کړی.

لومړی خو له دوی سره هسې چلند نه کېږي لکه څرنګه چې د ماشوم لپاره ضروري وي، دويم د زده کړې او روزنې سم چاپېريال ورته برابر نه وي، درېيم دا چې د کورونو د ساتلو پېټو يې نازکې ملاوې ماتې کړې دي.

زموږ ټولنيز جوړښت او بدو انساني چلندونو هم زموږ د راتلونکي نسل لپاره ډېرې ستونزې زېږولې دي. دلته په کليوالي ژوند کې د اکثريت بې سرپرسته ماشومانو ژوند ګواښل کېږي.

ماشومان د دې توانايي نه لري چې له پلاره ورته پاتې پوله، پټی وساتي. د تربورانو له لوري د دوی د مرګ ګواښ موجود وي.

اکثره بې سرپرسته نجونې د تره د زامنو له لوري په پيسو خرڅېږي.

خلک اختر ته خويندې بيايي

بې وروره خويندې دېواله ته ناستې دينه

دا ټپه را ته د همداسې يوې نجلۍ د ژوند کيسه بيانوي چې وروڼه نه لري، پلار نه لري او تربورانو يې په يو چا د پيسو(ولور)په بدل کې خرڅه کړې ده.

بې سرپرسته ماشومانو زموږ د ښارونو واټونه نيولي، په کليو او بانډو کې بې برخليکه ژوند لري، له پلاره ور پاتې ملکيتونه يې ترې غصبېږي، خرڅېږي او په يو بد برخليک اخته کېږي. نو يوازې د دوی لپاره څو روزنتونونه بسنه نه کوي. د دوی زده کړې، روغتيا، اقتصاد، پلرنيو ملکيتونو، اخلاقو، د ګډ ژوند روحيې او نورو ګڼو اړخونو ته پاملرنه په کار ده، تر څو موږ په راتلونکي کې يوه سالمه او متوازنه ټولنه ولرو.

د قانون حاکميت، د ماشومانو د ژوند بساينې او بهترۍ لپاره ځانګړي اقدامات، د ټولنيزو ګډوډيو د مخنيوي په هدف ځانګړي تصاميم، د اسلام د سپېڅلي دين احکامو ته د غاړه ايښودلو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه، د همدردۍ روحيه رامنځته کول او د بشرپالنې روحيه را ژوندي کول به له دې سره مرسته وکړي چې زموږ ماشومان دې هم د نورې نړۍ په څېر اسوده او ارام ژوند ولري. دوی دې هم د يو نېکمرغه مستقبل په لور ګام واخلي.

په همدې هيله!

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA