ads

پاکستان کې د وروستيو بارانونو له كبله ٧٣ کسان وژل شوي

د پاکستان په پنجاب ايالت او د دې هېواد تر ولکې لاندې کشمير په ډېرو سيمو کې د پرله پسې توندو بارانونو د اورېدو له كبله لږ تر لږه ٧٣ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان او بې کوره شوي دي. د پاکستان په پنجاب ايالت او د دې هېواد تر ولکې لاندې کشمير […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1393

د پاکستان په پنجاب ايالت او د دې هېواد تر ولکې لاندې کشمير په ډېرو سيمو کې د پرله پسې توندو بارانونو د اورېدو له كبله لږ تر لږه ٧٣ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان او بې کوره شوي دي.

د پاکستان په پنجاب ايالت او د دې هېواد تر ولکې لاندې کشمير په ډېرو سيمو کې د پرله پسې توندو بارانونو د اورېدو له كبله لږ تر لږه ٧٣ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان او بې کوره شوي دي.

د پاکستان د دولتي چارواکو په وينا، له تېرې جمعې شپې راهيسې د پنجاب ايالت په مرکزي ښار لاهور او همدارنګه د دې ايالت په يو شمېر نورو سيمو کې د توندو بارانونو پرله پسې لړۍ روانه ده، چې تر دې دمه په دې ايالت کې ٤٣ او په کشمير کې ٣٠ کسان وژل شوي، لسګونه نور ټپيان شوي او سخت مالي زيانونه وراوښتي دي.

د دوى په وينا، ډېرى وژنې د ودانيو د نړېدو او د برېښنا تارونو د لوېدو له كبله رامنځته شوي او همدارنګه د سېلابونو له كبله د پاکستان له نورو سيمو سره د کشمير ځمکنۍ اړيکه پرې شوې ده.

د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي، چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې د توندو بارانونو دا لړۍ دوام ولري.

پاکستاني حکومت او د دې هېواد پوځ د پنجاب او کشمير په باران ځپلو سيمو کې مرستندويه کارونه پيل کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA