ads

نوى حكومت به خبريالان وساتي؟

اروپايي ټولنه په داسې حال كې د افغان خبريالانو د خونديتوب په اړه اندېښنه ښيي چې يوه نيمه اوونۍ وړاندې د افغان خبريالانو د خونديتوب ادارې وويل، سږ كال د ۲۰۱۳ په پرتله له خبريالانو سره د تاوتريخوالي كچه ۶۰ فيصده لوړه شوې ده. اروپايي ټولنه په داسې حال كې د افغان خبريالانو د خونديتوب […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1393
نوى حكومت به خبريالان وساتي؟

اروپايي ټولنه په داسې حال كې د افغان خبريالانو د خونديتوب په اړه اندېښنه ښيي چې يوه نيمه اوونۍ وړاندې د افغان خبريالانو د خونديتوب ادارې وويل، سږ كال د ۲۰۱۳ په پرتله له خبريالانو سره د تاوتريخوالي كچه ۶۰ فيصده لوړه شوې ده.

اروپايي ټولنه په داسې حال كې د افغان خبريالانو د خونديتوب په اړه اندېښنه ښيي چې يوه نيمه اوونۍ وړاندې د افغان خبريالانو د خونديتوب ادارې وويل، سږ كال د ۲۰۱۳ په پرتله له خبريالانو سره د تاوتريخوالي كچه ۶۰ فيصده لوړه شوې ده.

د افغان خبريالانو د خونديتوب ادارې د زمري په ۳۱مه ویلي وو چې د ۲۰۱۴ كال ايله شپږ مياشتې اوښتي، خو په دغه موده كې د تېركال په پرتله له ژورنالیستانو سره د تاوتريخوالي ګراف په حيرانوونكي ډول لوړ شوى.

يادې ادارې ویلي وو، د روان كال له پيله ورته له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۶۸ پېښې رسېدلي چې پنځه يې د وژنې او نورې د لفظي- فزيكي شخړې يا هم د مرګ د ګواښ پېښې دي.

د خبريالانو د خونديتوب ادارې په دې اړه يوه خبرپاڼه كې ويلي، د سږكال په تاوتريخجنو پېښو كې مهم عاملين ۶۳ فيصده افغان چارواكي،  امنيتي ځواكونه او په حكومت دننه کې زورواكان، ۱۷ فيصده نامعلوم كسان او ۱۱ فيصده وسله وال طالبان دي. په داسې حال كې چې په ۲۰۱۳ كال كې د تاوتريخوالي ايله ۴۱ پېښې شوې وې.

اروپايي ټولنې هم د خبريالانو پر وړاندې د مخ پر زياتېدونكي تاوتريخوالي دغه كچه تاييد كړې او په دې اړه يې ژوره اندېښنه ښودلې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى فرانز مايكل ميلبن وايي، د بيان ازادي د يوې ډيموكراټيكې ټولنې اساس جوړوي او بايد چې ټول يې درناوى وكړي، همدا راز افغان دولت هم بايد د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ټولې دوسيې په جدي توګه وڅېړي:(( د بيان ازادي په تېرو لسو كلونو كې د افغانانو لويه لاسته راوړنه ده،  افغان حكومت مسوول دی چې په دې لاره كې خنډونه ايسته او د خبريالانو خونديتوب تضمين كړي.))

ميلبن رسنيو ته په يوه استولې بيانيه كې وايي، د بشري حقونو ساتنه او ترويج د افغان حكومت او اروپايي ټولنې ګډ لومړيتوب دى او اروپايي ټولنه د بيان پر ازادۍ د هر ډول محدوديت مخالفت كوي.

د چارو كارپوهان او يو شمېر ژورنالیستان هم په دې برخه كې له حكومت څخه د جدي اقداماتو غوښتنه كوي.

په ختيځ كې د ليكوالو- ژورنالیستانو د خپلواكې ټولنې وياند محبوب شاه محبوب وايي، په افغانستان كې د ژورنالیستانو خونديتوب له وركړل شويو ارقامو زيات ورځ تر بلې له نويو چلنجونو سره مخ دى.

محبوب وايي، په دې برخه كې له افغان دولتي ارګانونو زیات شكايتونه کېږي: (( افغان  چارواكي بايد له ژورنالیستانو سره د معلوماتو په شريكولو كې پراخه برخه واخلي.))

د غزني اوسېدونكى او په كابل كې د يوې خصوصي رسنۍ خبريال سعيد الله سلام هم په دې وروستيو كې له ژورنالیستانو سره مخ پر زياتېدونكي تاوتريخوالي اندېښمن كړى.

دى وايي، د نوي حكومت په رامنځته كېدو بايد لومړى ګام دا واخستل شي چې ژورنالیستان په دولتي كچه رسما د څلورمې قوې په توګه معرفي شي: (( موږ اوس هم خطر احساسوو، له خبريالانو سره به د حكومتي لوري د تاوتريخوالي كچه لوړه وي، خو د وسله والو طالبانو له وېرې هم موږ كور كلي ته نه شو تللى، كټ مټ د يو عسكر او دولتي مامور په څېر پټ ګرځو، ځكه معلومه نه ده چې هغوى سره كومه يوه رسنۍ په تور ليست كې ده او كوم ډول خبريالانو ته به ضرر نه رسوي.))

سلام زياتوي په اوسنيو حالاتو كې د خبريالانو وضعيت كه څه هم بد دى، خو نسبتا د تشويش وړ حالت شايد د نوي حكومت پر مهال، رامنځته شي: (( زموږ بله وېره دا ده چې كه نوى حكومت په ايتلافي بڼه جوړ شي، نو خبريالانو ته خطرناك حالت رامنځته كوي، ځكه دواړو خواو ته داسې ټوپكسالاران د خپلو ګټو خوندي كولو لپاره راټول شوي چې په راتلونكي حكومت كې به د ډيموكراټيكو اصولو پلي كېدل سخت كړي، زه وايم په دې اړه جدي اقدامات بايد په لومړيتوبونو كې ونيول شي.))

د خبريالانو د خونديتوب كمېټې غړى عبدالقديم وياړ هم له دې ډارېږي چې كه نوى حكومت له لومړي سره د خبريالانو خونديتوب ته پاملرنه ونه كړي، نو د يو شمېر زورواكانو او د بيان له ازادۍ څخه د منكرو كړيو د فشار له كبله به اكثره بهرني خبريالان كابل ته شا كړي: (( دلته اوس مهال ګڼ بهرني خبريالان په څېړنو بوخت دي، كه د دوى ژوند ته پاملرنه ونه شي، نو افغانستان به پرېږدي، په دې سره د كابل او نړيوالې ټولنې تر منځ د واټن رامنځته كېدو وېره هم شته، كه داسې وشي؛ نو دا به د افغانستان پر پراختيايي او پرمختيايي برخو ژور منفي اثر وكړي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA