امنيتي مسوولين وايي، د كابل له درېيمې او پنځمې ناحيې يې د هغې اووه كسيزې ډلې درې تنه نور مجرمين هم نيولي چې په پغمان ولسوالۍ كې يې د واده له مراسمو څخه له څو راګرځېدو ښځو ګاڼې غلا كړې او بد سلوک يې ورسره كړى و.
امنيتي مسوولين وايي، د كابل له درېيمې او پنځمې ناحيې يې د هغې اووه كسيزې ډلې درې تنه نور مجرمين هم نيولي چې په پغمان ولسوالۍ كې يې د واده له مراسمو څخه له څو راګرځېدو ښځو ګاڼې غلا كړې او بد سلوک يې ورسره كړى و.
د كابل د امنيه قومندانۍ د جنايي تحقيقاتو رئيس محمد فريد افضلي وايي، په نيول شويو كسانو كې د ډلې مشر ((نظرمحمد)) هم شامل دى او درې واړو پوليسو ته په خپل جرم اعتراف كړى دى.
افضلي زياتوي چې دغو مجرمينو څو ورځې وړاندې د شپې د ۹ بجو په شاوخوا کې له واده څخه كور ته راستنېدونکې مېرمنې درولې وې، د سرو زرو ګاڼې يې ترې اخستې او جنسي تېری پرې کړی چې اوس بايد د دريو ((غلا، د ښځو د تښتولو او جنسي تېري)) جرمونو سخته سزا وويني: (( دوى د شپږو ښځو ډله درولې وه، دوه درې يې له ځورولو وروسته د جنسي تيري ښكار شوي، خپله دغو ښځو موږ ته مراجعه نه ده كړې، د كلي خلكو له هغوى څخه احوال اخستى او وروسته يې موږ ته خبر راكړى.))
نوموړى وايي چې له دې ډلې دوه تنه یې د پېښې په سبا ورځ نیول شوي، درې يې تازه نيول شوي او د دوه نورو لټون روان دی.
د كابل د پوليسو مشر جنرال محمد ظاهر وايي، د نظرمحمد په مشرۍ دا كسان څه موده مخکې د پغمان سړك ته په نظامي لباس كې راوتي، د يوې كورنۍ موټر يې درولى، ښځې يې ترې ښكته كړي، د پېښې له ځايه يې تښتولي او وروسته يې د تاوتريخوالي ترڅنګ جنسي تېرى هم پرې كړى دى: (( اوس مو چې كوم كسان نيولي، له دوى څخه ځېنې يې پخوا هم په جرمونو كې ښكېل او پوليس يې په لټه كې وو، دوى د غلا په تورونو حتى زندان ته تللي، خو د پيسو او زور په واسطه خوشې شوي وو.))
قومندان ظاهر وايي، دغه مجرمان يې په ډېرې سختۍ نيولي او عدلي- قضايي ارګانونه بايد سخته سزا وركړي.
ظاهر وايي چې د دغو كسانو په اړه يې بشپړ اسناد راټول كړي او له جمهور رئيس څخه غواړي چې په اړه يې د اعدام امر صادر كړي: (( پر دوى بايد د قضا له لوري د اعدام حكم وشي، بيا يې جمهور رئيس بايد لاسليك كړي او له شر څخه يې ټولنه په امان كړي.))
بلخوا د چارو منتقدين هم له دولته غواړي چې په دې وروستيو كې د ټاكنيزې لانجې د ځنډ له كبله راپورته شويو، اقتصادي، ټولنيزو او امنيتي–جنايي ستونزو د حل په هدف كوټلي ګامونه واخلي.
د كابل اوسېدونكى سيد عارف وايي، د كابل اكثره سيمې په دې وروستيو كې د جنايي جرمونو په ځالو بدلې شوي او مجرمين فكر كوي چې حكومت به يې پوښتنه ونه كړاى شي: (( هره ورځ په يوه كوڅه كې مړى موندل كېږي، غلا کېږي، ځكه حكومت نشته، خلك حتى په خپلو كورونو كې ډارېږي، د پغمان پېښې خو مې بېخي پښې ولړزولې زه وايم حكومت ولې دا مجرمين ژوندي ساتلي.))
د كمپنۍ اوسېدونكى اقبال الرحمن بيا وايي، په پغمان كې د واده له ښځو څخه د ګاڼو غلا او بيا پر هغوى د اووه كسيزې وسله والې ډلې جنسي تېرى له ټولو افغاني او انساني ارزښتونو سره په ټكر كې فعل دى چې لومړى يې بايد تر شا لاسونه افشا او بيا ټول د مرګ پر سزا محكوم شي.
اقبال وايي، په افغانستان كې يې د داسې يوې بدې پېښې تصور هم نه و كړى چې ځینې وحشي صفته انسانان به د واده له خوښيو راستنې شوې ښځې لوټي: ((هغه كسان هم بايد له تفتيش وروسته اعدام شي چې دوى ته يې په كابل كې د بدمعاشۍ زمينه برابره كړې، پر سړك يې پرېښي او نظامي درېشۍ يې وركړي، زموږ پوليس چې اوس د دوى د نيولو خبره كوي، د پېښې پر مهال چېرته وو؟!))
محمد مصطفى هم ورته نظر لري او وايي، جمهور رئيس كرزى بايد د واك تر پرېښودو دمخه د هېواد په قضاييه ځواك كې د اصلاحاتو په خاطر دغه مجرمين په سخته سزا ورسوي: (( كرزى خو هسې هم ولاړ، قضايي سيسټم له فساده ډك دى، مګر دومره عزت بايد په موږ كې پاتې وي چې دغسې جنایتکاران محکوم کړو.))
دا په داسې حال كې ده چې تېره اوونۍ جمهور رئيس كرزي د پغمان په پېښه د ژورې خواشينۍ د څرګندولو تر څنګ امنيتي ادارو ته امر وكړ، څو د پېښې عاملي ژر تر ژره پيدا كړي، خو دا چې قضايي ارګانونه به رښتيا هم د نظر محمد پر ډله د اعدام حكم وكړي او جمهور رئيس به يې لاسلیک کړي او كه نه، وروسته به معلومه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


