د پاكستان حکومت د وروستي ځل لپاره د روان سياسي بحران د حل په هدف له عمران خان او قادري سره د مذاکراتو پرېکړه کړې او د همدې هدف لپاره يې د اپوزيسيون ګوندونو د غړو يوه کمېټه هم ټاکلې ده.
د پاكستان حکومت د وروستي ځل لپاره د روان سياسي بحران د حل په هدف له عمران خان او قادري سره د مذاکراتو پرېکړه کړې او د همدې هدف لپاره يې د اپوزيسيون ګوندونو د غړو يوه کمېټه هم ټاکلې ده.
دې کمېټې تېره شپه ناوخته تر هغې وروسته له عمران خان او قادري سره وکتل، چې په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي پارلمان او مشرانو جرګې د غړو شريکه غونډه جوړه شوه، چې په رامنځته شوي سياسي کړکېچ يې بحث وکړ.
په دې غونډه کې د پاکستان ګڼو سياسي ګوندونو، په دې هېواد کې د ډيموکراسۍ د دوام لپاره د نوازشريف د حکومت ملاتړ اعلان کړ او له هغه يې وغوښتل، چې د څو زرو کسانو په غوښتنه دې استعفا نه ورکوي.
د اپوزيسيون ګوندونو د مذاکراتي کمېټې او د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق تېره شپه ناوخته، له عمران خان او قادري سره تر ليدنې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې له دواړو سره يې خبرې مثبتې وې او هيله يې وښوده، چې په راتلونکو ناستو کې به د سياسي بحران د حل لار راوباسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


