ads

د اسلامي دولت جنګياليو د يو بل امريکايي خبريال سر پرې کړ

پر انټرنېټ يوه داسې ويډيو خپره شوې، چې په کې د اسلامي دولت وسله وال ښکاري، چې د امريکايي خبريال سټيفن سوټلوف سر پرې کوي. د دې امريکايي خبريال د سر پرې کولو ويډيو پرون خپره شوه، يو وسله وال، چې مخ يې پټ دى، په ويډيو کې ښکاري، چې د اسلامي دولت پر وسله […]

نویسنده: TKG
12 وږی 1393
د اسلامي دولت جنګياليو د يو بل امريکايي خبريال سر پرې کړ

پر انټرنېټ يوه داسې ويډيو خپره شوې، چې په کې د اسلامي دولت وسله وال ښکاري، چې د امريکايي خبريال سټيفن سوټلوف سر پرې کوي. د دې امريکايي خبريال د سر پرې کولو ويډيو پرون خپره شوه، يو وسله وال، چې مخ يې پټ دى، په ويډيو کې ښکاري، چې د اسلامي دولت پر وسله والو د

پر انټرنېټ يوه داسې ويډيو خپره شوې، چې په کې د اسلامي دولت وسله وال ښکاري، چې د امريکايي خبريال سټيفن سوټلوف سر پرې کوي.

د دې امريکايي خبريال د سر پرې کولو ويډيو پرون خپره شوه، يو وسله وال، چې مخ يې پټ دى، په ويډيو کې ښکاري، چې د اسلامي دولت پر وسله والو د امريکا بريدونه غندي او د سوټلوف غاړه پرې کوي.

د اسلامي دولت ډله ګواښ کوي، تر هغو چې امريکا پر دغې ډلې بمباري نه وي درولې، دوى به د نيول شوي امريكايانو د سرونو غوڅولو ته دوام ورکړي.

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ايرنسټ ويلي، امريکايي چارواکي لاهم د دغې خپرې شوې ويډيو د کره کولو په اړه پلټنه کوي.

سوټلوف دويم امريکايي خبريال دى، چې د اسلامي دولت ډلې له لورې يې سر پرې كېږي، تېره مياشت دې ډلې يوه وېډيو خپره کړه، چې د امريکايي خبريال جېمز فولي سر په كې پرې كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA