ads

ولور، ځوانان او پیغلې په کور زړېږي

د خوست یو شمېر ځوانان وایي چې په وروستیو کې نه یوازې د هېواد په کچه بلکې د خوستوالو د ګټې دوهم ځای عربي هېوادونو کې هم خوارۍ او مزدورۍ کمې شوې او په دې سره دوی  د ودونو له کولو  ناهیلې شوي دي. د خوست یو شمېر ځوانان وایي چې په وروستیو کې نه […]

نویسنده: TKG
11 وږی 1393
ولور، ځوانان او پیغلې په کور زړېږي

د خوست یو شمېر ځوانان وایي چې په وروستیو کې نه یوازې د هېواد په کچه بلکې د خوستوالو د ګټې دوهم ځای عربي هېوادونو کې هم خوارۍ او مزدورۍ کمې شوې او په دې سره دوی  د ودونو له کولو  ناهیلې شوي دي.

د خوست یو شمېر ځوانان وایي چې په وروستیو کې نه یوازې د هېواد په کچه بلکې د خوستوالو د ګټې دوهم ځای عربي هېوادونو کې هم خوارۍ او مزدورۍ کمې شوې او په دې سره دوی  د ودونو له کولو  ناهیلې شوي دي.

د دغه ولايت ډېرى ځوانان او پيغلې وايي چې د دوى عمرونه زيات دي، خو د ولورونو د لاسه له واده محروم پاتې دي.

د خوست ښار د مرکز اوسېدونکی صدام وایي چې اوس يې عمر  ۲۲ کالو ته رسيدلى دى، خو خالي لاس ته چې ګوري؛ نو تر ډېره به بې واده پاتې وي.

نوموړی وایي: (( زه شپږ زره افغانۍ معاش لرم، بل څوک مې د ګټې وټې نشته، اته کسه د کورنۍ غړي لرم، اوس په دې معاش  واده وکړم او که د کورنۍ اقتصادي ستونزې پرې اوارې کړم.))

صدام زیاتوي: ((مخکې په عربي اماراتو یا نوره عربي نړۍ کې کاروبار ښه و، خو اوس هلته هم کار خراب شوى او ټول خوستوال راغلي دي.))

مامورخان هاشمي چې تازه یې واده کړى وایي، خسر اته لکه افغانۍ ولور ځنې اخستى او د واده ترپایه  یې  ۱۱ لکه افغانۍ لګولې دي: (( زه اوس څلور لکه افغانۍ قرضدار یم.))

د هاشمي په وينا، څلور وروڼه يې ایله په دې بوخت دي چې څنګه پیسې وګټي او څنګه  قرض خلاص کړي: (( وروره! سم د خسر مزدوري را په غاړه شوې، د میاشتې چې څومره پیسې ګټو د خسرګنۍ کره یې وروړو.))

یوازې ځوانان نه بلکې نجونې هم د کورنیو له مشرانو او با نفوذه شخصیتونو څخه غواړي چې د ولور په کموالي سره له واده وروسته د نجونو ژوند ارام او هوسا کړي.

دوی وایي چې د لوړ ولور په اخستو سره یوازې او یوازې د نجلۍ او د هلک د کورنۍ ژوند خرابيږي او نوره ګټه يې نشته.

د خوست ښار اوسېدونکې مدینه وایي: (( ډېری نجونې له دې كبله د خسر په کور کې له کورني تاوتریخوالي سره مخ  کېږي چې ډېر ولور ترې واخستل شې.))

مدينه همداراز وړاندې وايي چې ولور د نجلۍ پلار ترې اخستی وي او زور یې له لور څخه ایستل کیږي.

د خوست بله اوسېدونکی شبنم بیا په سیمه کې  له قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي چارواکو غواړي چې د دغه ناوړه دود مخه ونیسي: (( ډېری ځوانان له واده وروسته او یا له واده وړاندې د لوړ ولور د قرض د لنډولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي چې په دې سره نجلۍ د پلار او یا خسر په کور زړیږي.))

د دې ولايت يوه بله اوسېدونکې ګل بي بي، بيا له دې وېره لري چې نجلۍ د خسر يا د پلار پر كور زړه شي او خاوند يې په بهر كې مزدوري كوي، خو كور ته چې راشي بل واده غواړي.

ګل بي بي زياتوي چې د بل واده كولو تر څنګ لوړ ولور دا ستونزه هم رامنځ ته كړې چې ځينې كورنۍ په بدل لوڼې وركوي چې په دې سره د دواړو نجونو كورنى ژوند تريخېږي.

نوموړې وايي چې دا په يوه دفتر كې پياده ده، خو دوه زامن او دوه لوڼې لري او اوس په بدل ورته ودونه كوي: (( زامنو ته له بلې كورنۍ سره په بدل ودونه كوم، خو په دې ښه پوهیږم چې هم مې لوڼه او هم مې زامن له لاس وځي، نو څه وكړم مجبوره يم.))

په خوست کې د مدني ټولنو یو شمېر غړي هم اندېښمن دي او وایي چې په دې وروستیو کې لوړ ولور په سیمه کې زور اخستی چې د مخنیوی لپاره یې باید جدي ګامونه واخستل شي.

په جنوب ختیځ زون کې د مدني ټولنې مسوول بستان ولیزی په سیمه کې د قومي مشرانو او له دینې عالمانو غواړي چې په همدې اړه شوي قومي تړون تعقیب او د یاد ناوړه رواج پر وړاندې سپر شي.

د وليزي د څرګندونو له مخې، څو کاله وړاندې په خوست کې په دې برخه کې قومي تړونونه وشول: (( د سیمې سپین ږیري او ملایان باید هغه تعقیب کړي او بل دا چې مخور خلک باید د دې لپاره هر اړخیز ګامونه اوچت کړي.))

څو کاله وړاندې د خوست یو شمېر قومي مشرانو او ملایانو ولورونه شاوخوا ۲۰۰ زرو ته راټیټ کړل، خو له شاوخوا یو کال راهیسې بیل لوړ شوي او په هر واړه لږ تر لږه ۱۱ لکه افغانۍ لګښت راځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA