ads

ننګرهار كې د دوو ښوونځيو د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د جاپان هېواد په مالي لګښت د دوو ښوونځيو د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې. په دغو ودانيو چې شاوخوا ۲۵۴ زره امریکایې ډالره لګښت راځي، د جوړېدو چارې يې پرون پيل او تر راتلونكي يوه كاله پورې به پشپړې شي. د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د جاپان […]

نویسنده: TKG
11 وږی 1393
ننګرهار كې د دوو ښوونځيو د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د جاپان هېواد په مالي لګښت د دوو ښوونځيو د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې. په دغو ودانيو چې شاوخوا ۲۵۴ زره امریکایې ډالره لګښت راځي، د جوړېدو چارې يې پرون پيل او تر راتلونكي يوه كاله پورې به پشپړې شي.

د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د جاپان هېواد په مالي لګښت د دوو ښوونځيو د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

په دغو ودانيو چې شاوخوا ۲۵۴ زره امریکایې ډالره لګښت راځي، د جوړېدو چارې يې پرون پيل او تر راتلونكي يوه كاله پورې به پشپړې شي.

د ننګرهار د پوهنې ريیس پوهندوى الله داد اسماعیلزي خبریالانو ته وویل، چې دا ودانۍ خېوې ولسوالۍ کې د قلعټک او توکل بابا د انجونو لېسو لپاره جوړېږي.

اسماعیلزي زياته كړه، یادې ودانۍ به د اتو درسي او څلورو اداري خونو سربېره نورې هغې اړینې برخې هم ولري چې د یوه ښوونځي لپاره ضروري دي.

د پوهنې ریيس وايي په راتلونکې کې به د جاپان هېواد په مالي مرسته په سره رود او بهسودو ولسوالیو کې څوارلس پروژی ترسره کړي.

د ننګرهار مركز جلال اباد او ولسوالیو کې ټول ۸۸۰ ښوونځي فعال دي چې د چارواکو په خبره شاوخوا نیمایي یې ودانۍ نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA